د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې په خپل مرګ مړ شوی دی.
عرب نیوز راپور ورکړ چې ظواهري په افغانستان کې و او همالته یې سا ورکړې ده.
دې سرچینې د ظواهري مړینه القاعده شبکې ته لوی ګوزار بللی دی.
عرب نیوز نه دي ویلي چې ظواهري کله او د افغانستان په کومه سیمه کې مړ شوی دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې د دوو نورو مشرانو د مړینې خبرونه خپاره شول چې له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو په اړه یې د طالبانو په ژمنه کې شکونه زیات کړل.
ظواهري، چې اصلاً مصری دی، د القاعده شبکې اصلي تیورسن ګڼل کېږي.
تهران راډیو