IQNA

د تکفیري تفکر وده د درز او تفرقې او د بیلتون سبب کیږي

16:16 - January 01, 2022
د خبر لمبر: 3485210
 تهران (ایکنا) - د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حمید شهریاري ټینګار وکړ د تکفیري تفکر وده د تفرقې او د بیلتون سبب کیږي .

 

 

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشرحمید شهریاري د پاکستان په لاهور کی د اهل حدیث ډلې له مشر« سید ضیا الله شاه بخاري» سره په کتنه کښې د اسلامي هیوادونو د علماو ترمینځ د وحدت په رامینځته کولو باندې ټینګار سره وویل علما باید ګډ فهم ته ورسیږي ځکه چې د تکفیري تفکر وده د تفرقې او د جدايۍ سبب کیږي .

شهریاري وویل کله چې کوم کس یا کومه اسلامي ډله نور خلک د عقیدتي او د اجتهادي اختلافاتو په دلیل کافر ګڼي نو بیا اسلامي امت له ډیرو مشکلاتو سره مخ کیږی چې حل کول یې زیات وخت ته اړتیا لري .

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حمید شهریاري په دې خبرې سره چې شیعه مسلمانانو په خپل څوارلس سوه (۱۴۰۰) کاله تاریخ کښې هیڅکله هیڅ اسلامي مذهب کافر نه دی بللی وویل د شیعه وو ډیرو مشهورو علماو د تاریخ په اوږدو کښې په خپلو مشهورو کتابونو کښې د اهل سنت اعتقاداتو ته په اکترام کولو او په سوله ییز ژوند ټینګار کړی دی .

هغه دغه راز په اسلامي دنیا کښې د اسلامي وحدت په پیاوړتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت روښانه دریځ ته په اشارې سره وویل د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه اي هم د امام خمیني رح په پیروۍ کولو سره د اسلام د دښمانانو د دسیسو د شنډولو لپاره په اسلامي ټولنو کښې له تفرقې څخه د لیرې کیدا او د حدت د رامینځته کولو رسالت او دندې ته دوام ورکوي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110422

captcha