IQNA

پاکستان ایران ته دمسافري ریل ګاډی د چلولو پریکړه لیک تصویب کړ

12:57 - February 01, 2022
د خبر لمبر: 3485352
تهران (ایکنا) - د پاکستان مشرانو جرګې دیوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلي ملګرتیاؤ او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د خلکو د تګ راتګ او د تجارتی چارو د آسانولو په موخې سره د مسافری ریل ګاډي د تګ راتګ د پراختیا په ملاتړ کې یو پریکړه لیک تصویب کړ .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان مشرانو جرګې پرون له ایران سره د مسافری ریل ګاډي د افتتاح کولو پریکړه لیک په یوه خوله تصویب کړ .

په راپور کې وئيل شوي ،د ولسی ارتباطاتو د پراختیا د ضرورت او له ګاونډیانو سره د ریلي ټرانسپورټ د پراختیا  په اهمیّت مشتمل پریکړه  د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف  دیوه غړي سناتورذیشان خانزاده  په وسیله په اسلام اباد کې د دغه هیواد  مشرانو جرګې په پرونۍ ناستې کې  وړانډې شو .

 د پاکستان د مشرانو جرګې استازو د سیمه یزو ریلي ملګرتیاؤ په تیره بیا د کویټه زاهداان د مسافری ریل ګاډي د تلوراتلو لپاره له اسلامی ایران سره  د نزدې تعامل  د پیاوړتیا په ملاتړ سره په یوه خوله د واکمن ګوند دا وړاندیزي پریکړه لیک تصویب  کړ .

د پاکستان د ریلوې د چارو وزیر اعظم خان سواتي له دې مخکې د اسلام اباد –تهران – استانبول  رتمینځ د ایکو کنټینري ریل ګاډي د بیرته فعالیت، د خپل اوسني حکومت  لپاره یوه ستره بریا بللې او وئيلي ئې دي،د ایکو ریل په سیوري کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلی ټرانسپورټ  او د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا د حکومت په جدي ایجنډا کې شامله ده.هغه د ایکو کنټینري ریل ګاډي د افتتاح په ښو نتیجو بانډې په ډاډ څرګندولو سره  ټينګار کړی ،هغه وخت لیرې نه دی چې د ایکو ریلی کریډور ترسیوري لاندې به د ایران او پاکستان ترمینځ مسافری ریل ګاډی هم حرکت وکړي .

https://www.irna.ir/news/84633670/حمایت-

captcha