ایکناخبری اژانس له قم څخه راپور راکړ، د خدای بخښلي فقیه او د تقلید دمرجع آیت الله صافی ګلپایګاني د جنازې پرتمینې دستورې نن سهار لس نیمې بجې د قم میدان جهاد سره خوا کې د امام خمیني جامع مجتمع له وړاندې پيل شوې او دحضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها تر حرم پورې د لکونو مینه والو ،عالمانو ، مداحانو او دخلکو دبیلابیلو پرګنو په شتون کې بدرګه شوې او خلکو پکې ویر او ماتم وکړ .
په ر اپورکې وئيل شوي چې د خلکو دډير زیات ګڼې ګوڼې په دلیل د خدای بخښلي ګلپایګاني د مړي ګاډی ورو ورو د حرم په لور حرکت کاوۀ چې دغه لنډه فاصله په څو ګنټو کې کچ شوه .
باید ووئيل شي د دغه لوی مرجع او فقیه مړی ټاکل شوې ده ، چې نن خاورو ته د سپارلولپاره دعراق کربلا معلی ته منتقل او د حضرت امام حسین علیه السلام د پاک حرم په خواکې د خدای بخښلي د وصیّت په اساس خاورو ته وسپارل شي .