IQNA

د صهیونیسټانو له جشن جوړولو ته بلل و ددینی اصولو خلاف ورزي ده

16:15 - March 14, 2022
د خبر لمبر: 3485534
تهران (ایکنا) -  دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي صهیونیسټي نیواکګر رژيم د پوریّم جشن جوړولو  دغوښتې د پایلو مسئول وبالۀ او اعلان ئې وکړ،د صهیونیسټانو دغه اقدام ،د  آسماني دینونو د درستو قوانینو او اصولو خلاف ورزي او ستر جنایت او د اسلامی امت  او د خلکو نیغ په نیغه  لمسول دي .

ایکناخبری آژانس  دفلسطین الیوم له قوله راپور راکړ،  د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ  حماس  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د صهیونیسټي نیواکګر رژيم او د افراطي صهیونیسټ میشته ښارګوټو  د اوسیدونکوډلو ټپلو ته د مارچ په شپاړسمه او اولسمه نیټه د  پوریم د جشن په نامه په دستورو کې د الاقصی جومات د بې حرمتئ او یرغل لپاره د غوښتې په باب سخت خبرداری ورکړ.  

په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، دصهیونیسټانو دغه اقدام ، ددرستو آسماني دینونو د قوانینو او اصولو خلاف ورزي ، ستر جنایت او د  اسلامی امت  او دخلکو مستقیم لمسول دي .

 دحماس غورځنګ ویندوي محمد حماده   نیواکګر رژيم او سرزوري صهیونیسټي ډلې ټپلې ، د الاقصی جومات د حرمت او عزت  دخرابولو په باب د هرډول اقدام  دنتیجو مسئول وبلل او وې وئيل ، مونږ  په قدس کې له خپلو خلکو او په لویدیځي غاړې او ۱۹۴۷کال په نیواکي سیمو کې  له درستو اوسیدونکو  غواړو ، په الاقصی جومات کې په پرلتۍ وهلو سره دې د صهیونیسټانو د یرغل په وړاندې  په هرې وسیلې سره  دفاع وکړي .  

https://iqna.ir/fa/news/4042876

captcha