IQNA

اسلامي وحدت او د مسلمانانو یووالی د ورځې مهم ضرورت دی

10:01 - April 20, 2022
د خبر لمبر: 3485709
تهران (ایکنا) -د پاکستان مذهبي او رسندويي شخصیتونو وویل،د امریکې او صهیونیسټي رژيم له اسلام ضده دسیسو سره مقابله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او یووالي ته اړتیا لري

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان په شمال کښې د ګلګت بلتستان صوبې پخواني وزیراعلی او تکړه سیاستوال حفیظ الرحمان د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې چې پرون د (سچ ټي وي) رسنیز ګروپ له خوا په اسلام آباد کښې د سیاسي، مذهبي او رسندوي څیرو په شتون سره ترسره شو، هیله وښودله چې مسلمانان د خپلو اختلافاتو په ختمولو او یوموټي کیدو سره په یو واحد اسلامي امت بدل شي.

د پاکستان رسندوي شخصیت مظهر برلاس هم د مسلمانانو د ستونزو ختمولو ته د سیمې د ځینو مسلمانو واکمنانو په بې پامۍ او د لویدیځ د سیاستونو تر اغیزلاندې د هغوي په راتلو په تیره بیا له اسرائیلو سره د ځینو واکمنانو په ملګرتیا باندې په نیوکې سره زیاته کړه: مسلمانان په یوزړه توب او اتحاد سره د لویدیځو هیوادونو د اسلام دښمنه عناصرو په دسیسو باندې برلاسي کیدې شي.

هغه د اسلامي هیوادونو په چارو کښې د امریکې په مداخلې باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ: اسلامي نړۍ دې له امریکايي لاسوهنو او ګواښونو لوړ ګام پورته کړي او خپل اصلي هدف دې د ګډو ګټو تامینول او د مسلمانانو د عزت او ویاړ زیاتول وګرځوي.

په پاکستان کښې د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې مشهورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو د اسلامي مذهبونو د یووالي او ګډ سوله ایز ژوند په پیاوړتیا باندې په ټینګار سره وویل چې د امریکا او صهیونیسټي رژيم له اسلام ضده دسیسو سره مقابله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او یووالي ته اړتیا لري

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i114960

captcha