ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورارکړ،ذبیح الله مجاهد پرون ناوخته په کابل کې په خبری کنفرانس کې وویل، چې د هېواد په پولو کې د نا امنیو را منځته کول د ځينو مغرضو کړيو يوه دسيسه ده او غواړي په دې ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې خرابې او بې باوري رامنځته کړي، خو په وینا يې، دوی به چا ته د دې کار اجازه ورنکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې وویل، چې داعش په افغانستان کې په بې مخينې ډول ځپل شوی او د روسیې په ګډون دې ګاونډي او د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د يادې ډلې له لورې د خطر پېښېدو په تړاو هیڅ اندېښنه نه کوي.
مجاهد همدا رنګه وویل، چې د هېواد په پولو کې د نا امنیو را منځته کول د ځينو مغرضو کړيو يوه دسيسه ده او غواړي په دې ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې خرابې او بې باوري رامنځته کړي، خو په وینا يې، دوی به چا ته د دې کار اجازه ورنکړي
طالب وياند زياته کړه، چې په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو اصلي لامل د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، او بانکي محدودیتونه دي.
ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو له لورې د خپلو د مشرانو پر سفر د بندیزونو د تعدیل او یا تمدید د څرنګوالي په اړه وویل چې یاد سازمان دې د طالبانو له ادارې سره له ناسم چلند څخه لاس واخلي او دغه موضوع دې د فشار په توګه نه استعمالوي.
د نوموړي په خبره، له نړۍ سره غوره تعامل هغه مهال را منځته کېدای شي، چې د طالبانو مشران د نړۍ هېوادونو ته په ازادانه ډول د سفر کولو اجازه ولري.مجاهد همداراز ویلی دی مونږه د هیرمند د حقابه تړون ته پایبنده یو .