IQNA

دعربستان چارواکي وائي ،د فټ بال د نړیوال جام نندارچیان عمره ادا کولی شي

12:41 - October 18, 2022
د خبر لمبر: 3486333
ایکنا-(تهران)د قطر د ۲۰۲۲کال د فټ بال نړیوال جام نندارچیان  چې ؛هیّا کارت ؛لري،د نړیوال جام د ترسره کیدا په مودې کې مکې او مدینې ته تلل او حج عمره ادا کولی شي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،دعربستان چارواکو اجازت ورکړی د قطر د ۲۰۲۲کال د فټ بال نړیوال جام نندارچیان چې ؛هیا؛ کارډ لري ، د نړیوال جام دترسره کیدا په پړاؤ کې  مکې او مدینې ته تللی او حج او عمره ادا کولی شي.د عربستان د خارجه وزارت د ویزو دبرخې عمومي مدیر خالد الشمري  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ویزې به وړیا وي او عربستان ته د تلو امکان به د  نومبر له یولسمې نیټې د دسمبر تر اتلسمې نیټې پورې وي.

د میډل ایسټ نیوز د راپور په اساس، له دې مخکې هم دعربستان چارواکو وئيلي وو،هر هغه نندارچي  چې ؛هیّا ؛ کارډ ولري ،له ویزې پرته دغه هیواد ته تللی او تر شپیتو ورځو پورې هستوګن کیدلی شي.

عربستان په دغه اقدام سره هڅه کوي، دقطر هیواد له کوربتوبه د ځان په ګټه استفاده وکړي او په راتلونکي کې سیلانیان خپل هیواد ته جذب کړي.

هیّا کارډ څه شی دی .؟

هیّا کارډ(Hayya card) هغه ډيجیټلي کارډ دی چې د قطر د ۲۰۰۲کال د نړیوال جام دسیالیو په دوران کې په قطر هیواد کې دتاسو دشتون اجازت صادروي.

په هیّا کارډ سره په دغو نړیوالو لوبو په پړاؤ کې قطر ته د سفر او د ایران او نورو هیوادونو د لوبو د لیدو لپاره نور دقطر د ویزې  اخستو ته هیڅ ضرورت نه لري.

د فټ بال پلویان باید د قطر د ۲۰۰۲کال  دنړیوال جام د ټکټونو له اخستو وروسته،بایدد هیّا کارډ دترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي، چې په دغو لوبو کې د شتون لپاره به ضروري وي.یو هغه امتیاز چې د هیّا کارډ لرونکي ورڅخه برخمن کیږي،د فټ بال د سیالیو دترسره کیدا په شپوورځو کې ټرانسپورټ وړیا دی.

https://iqna.ir/fa/news/4091997

captcha