ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبري همداراز د شیراز د شاهچراغ علیه السلام په حرم د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې ټينګار وکړ له هغو حیوانانو څخه به چې ددغه جنایت سبب ګرځيدلي ،یعني له نړیوال استکباره به ئې غچ واخستل شي .
حاج علی اکبري د شیراز غمیزې په باب ووئیل،یوه ډيره تراخه اوغمجمنه پيښه وه چې مظلوم انسانان د خدای په درګاه کې سربسجود وو، په بوږنونکی ډول شهیدان شول.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د شیراز په ترهه ګرې پيښې پسې د اسلامی انقلاب دستر لارښود پيغام ته په اشارې سره زیاته کړه ،د مظلومو خلکو داغ او داهل بیت علیهم السلام د حرم سپکاوی به ،ددغې غمیزې د راپنځونکو سرغنو له لټولو او چورلټ او منطقي اقدام پرته جبران نه شي.
علی اکبری دایران داسلامی جمهوریت په ضد د نړیوال استکبار سټراټژۍ ته په اشارې سره روښانه کړه ،نړیوال استکبار دوې موضوعګانې یعني د اسلامی ایران په ضد دناکراریو رامینځةکیدا او د هویّت بدلون ته مخه کړې ده ،خو دملت په ویښتیا او هوښیارتیا اوځيرتیا سره به په دغې دسیسې کې هم سخته ماته وخوري.