ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن له یوشمیر زده کونکو سره په څلور ساعتي غونډې کښې څرګنده کړه: ایراني زده کونکي به د ترلاسه شویو پرمختګونو په لیدلو سره پوه شي چې په هر ځاې کښې چې له محدودیت او بندیز سره مخامخ کیدو، د محققانو په هوډ او ارادې سره مو لازیات پرمختګ وکړ او هم دا پرمختګ او اراده د پياوړي کیدو لپاره ده چې دښمن یې د نویو دسیسو د طراحۍ لپاره په هلوځلو اخته کړی دی.
رئیسي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ډیر پرمختګونه لري چې عامه خلک او حتی پوهان یې هم په هکله کره او بشپړ معلومات نه لري.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د هیواد وروستیو پیښو ته په اشارې سره وویل: د ایران د ګډوډولو لپاره هلې ځلې او بلواوې له اعتراض سره فرق لري او له بلواګرو او د امنیت له خرابونکو کسانو سره به خامخا چلند وشي.
رئیسي په دې خبرې سره چې نن سبا ایران او د دغه هیواد مختلف ښارونه امن دي، څرګنده کړه: امریکایان او د ایران دښمنان په دې تکل کښې وو چې په ایران کښې هم په لیبیا او سوریې کښې د خپل کار د نمونې په عملي کولو سره زمونږ هیواد ناامنه کړي خو ماتې یې وخوړله.