IQNA

د اسلام او ارتدوکس مسیحیّت ددیني خبرو درې ورځنی دولسم پړاؤ نن ترسره کیږي

6:40 - February 20, 2023
د خبر لمبر: 3486921
ایکنا-(تهران)په روسیې فیډریشن کې د ایران سفیر کاظم جلالی  د روسیې د بین الادیان د شورا  له منشي پادري دیمیتری سافانف سره  سره په کتنې کې ددینی  او کلتوری اړیکو د پراختیا په باب  خبرې اترې کړي دي. هغه په دغې کتنې کې  په دې په ټينګار سره چې  ددین عنصر  داجتماعي اړیکو  مهم  اړخ  غوره کوي، دغې موضوع ته  توجه  دملی وحدت او انسجام   دیوه رکن په توګه بللې ده.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،په روسیې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې مسئول  ووئیل،له کرونائي بحران وروسته په نړۍ کې د دیني ټولنو دعمومی خدماتو په عنوان سره د  اسلام او ارتدوکس مسیحیّت ددیني خبرواترو دولسم پړاؤ  د کب  له ننه تر  درو ورځو پورې په ماسکو کې ترسره کیږي.

په ماسکو کې د ایران د سفارت کلتوری سلایار مسعود احمدوند ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې داسلام او ارتدوکس مسیحّیت ددیني خبرواترو د پنځه ویشتمې کلیزې رارسیدو ته په اشارې سره ووئیل، ددولسم پړاؤ خبرې اترې به دکرونائي بحران په دلیل له څلور کلن ځنډه وروسته ترسره شي.

په روسیي فیډریشن کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت کلتوری سلایار دغه راز ووئيل،د معنوي او سیکولر ښونکي سسټمونو ترمینځ دتعامل په موضوعګانو سره  مقابلې،په پوهنتون کې د پادریانو د  زده کړې تجروبه، له کرونائي بحرانه وروسته په دنیا کې د دیندارو  اجتماعي خدمات، له کرونائي ترینګلتیاؤ  وروسته د انسان دوستۍ  او  اجتماعي حوزې  کې  دایران او روسیې د ملګرتیا د پراختیا عوامل  او  ضرورتونه او داسې  ځيني نوره اړونده  موضوعګانو په اړه مقالې به  په ماسکو کې  په دغو ناستو کې وړاندې شي.

 د هغه په وینا، د  روسیې په ارتدوکس کلیسا کې  اجتماعي خدمات او هر اړخیز درسونه،کرونا د قرآن  او عقلی علومو له نظره او  د نړۍ په دغه بحران پسې په ټولنې کې په دیني انسجام کې د میرمنو او کورنۍ رول  به ، په دغو خبرواترو کې  نور ه د پام وړ موضوعګانې وي. له دې مخکې په روسیې فیډریشن کې د ایران سفیر کاظم جلالی  د روسیې د بین الادیان د شورا  له منشي پادري دیمیتری سافانف سره  سره په کتنې کې ددینی  او کلتوری اړیکو د پراختیا په باب  خبرې اترې کړي دي. هغه په دغې کتنې کې  په دې په ټينګار سره چې  ددین عنصر  داجتماعي اړیکو  مهم  اړخ  غوره کوي، دغې موضوع ته  توجه  دملی وحدت او انسجام   دیوه رکن په توګه بللې ده.

د روسیې دارتدوکس کلیسا د بین الادیان  شورا منشي پادری سافانف  هم په دې په ټينګار سره چې د  ایران او روسیې  د ارتدوکس کلیسا ترمینځ  ددیني خبرواترو مخینه  پنځه ویشت کلنۍ شوې ده ، په اسلام او مسیحیّت کې ئې ځینو اخلاقي ارزښتونو او ګډو انساني مفهمونو ته اشاره کړې او دغه موضوعګانې ئې د  اړیکو د پراختیا لپاره  اساس وبللې.

https://www.irna.ir/news/85034779/%D

captcha