IQNA

د افغانستان په مزار شریف کې ځان مرګی بیا د کابو دیرشو کسانو وینه وبهوله.

15:24 - March 11, 2023
د خبر لمبر: 3487018
ایکنا-(تهران) دوه ورځې مخکې هم د افغانستان په بلخ ولایت مقام کې په ځان مرګي برید کې چې پړه ئې داعش تکفیری ډلې په غاړه اخستې،د والي پشمول دول کسان وژل شوي او یو شمیر نوره هم ټپیان شوي وو.

ایکنا د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په بلخ ولایت مرکز مزار شریف کې نن سهار په ځان مرګی برید کې کابو دوه کسان وژل شوي او کابو دیرش نور ټپیان شوي چې وئيل کیږي،ځینی نور کسان هم مرګي حاله دي.

دغه چاودنه نن سهار په مزار شریف کې د تبیان کلتوري مرکز کې چې د خبریالانو ددرنښت اوستاینې لپاره یو سمینار پکې روان ؤ، چې  پیښه وشوه  او  یو لړ تاوانونه ئې واړول.

په راپور کې وئيل شوي دي په وژل شوو کسانو کې کوم خبریال نه ترسترګو کیږي البته وئیل کیږي چې ځيني خبریالان ټپيان شوي دي.

د چاودنې په وخت په دغو دستورو کې کابو ۲۵خبریالانو هم شتون درلود.په راپور کې دا هم وئيل شوي چې امنیتي ځواک د پيښې شاو خوا دیره شوي  او دپيښې له ځایه مستقیم خبری پوښښ اجازت  نه ورکول کیږي.

داپه داسې حال کې دي  چې په دا وروستیو  څو میاشتو کې  د افغانستان د  کابل پشمول په ډيرو سیمو کې داعشیانو د شوو غمیزو  او چاودنو پړه په غاړه اخستې ده .دوه ورځې مخکې هم د بلخ  ولایت  په دفتر کې په زوروې  چاودنې کې د والی پشمول یو شمیر کسان وژل شوي وو. چې پړه ئې داعشیانو په غاړه اخستې ده .

 https://www.avapress.com/fa/news/266742/%D9

captcha