IQNA

د افغانستان د طالبانو استخباراتي پلاوي په پاکستان کې پټ لیدۀ کاتۀ وکړل

16:47 - March 21, 2023
د خبر لمبر: 3487069
ایکنا-(تهران)د ترهه ګرو عناصرو په تیره بیا د پاکستانیو طالبانو یا ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په ضد د افغانستان د طالبانو د حکومت پریکنده مبارزه ددغه سفر اصلي  ایجنډا او د اسلام اباد یوه اصلي غوښته وه چې په دغه سفرکې د طالبانود حکومت امنیتی او استخباراتي مسئولانو ته رسول شوې  ده.

ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت یو استخباراتي پلاوي پاکستان ته په پټ سفر سره  ددغه هیواد  له لوړپوړو چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو او ځینو مهمو موضوعګانو په اړه  دنظر تبادله وکړه.

د افغانستان د طالبانو  حکومت له ترهه ګرو عناصرو سره د مبارزې او په ګډو پولو کې  د ناکراریو په باب د پاکستان په اندیښنو باندې د غور لپاره په هڅې کې خپل یو اطلاعاتي  امنیتی پلاوی  اسلام اباد ته لیږلی دی، یو داسې سفر چې د لازیات حساسیّت په دلیل په پټه ترسره شوی دی.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د افغانستان  د عمومی اطلاعاتو د ادارې د مشر په سرپرستۍ کې  د طالبانو دحکومت  لس کسیز پلاوي له کوم شورماشور پرته په پټه  اسلام اباد ته تللی او  د پاکستان له امنیتی او استخباراتي چارواکو سره ئې  لیده کاته کړي دي.

د ترهه ګرو وګړو په تیره بیا د پاکستانیو طالبانو یا ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په ضد د  افغانستان د طالبانو د حکومت پریکنده مبارزه  ددغه سفر اصلي  ایجنډا او د اسلام اباد یوه اصلي غوښته وه چې په دغه سفرکې د طالبانود حکومت امنیتی او استخباراتي  مسئولانو ته رسول شوې  ده.

په دې زمینې کې د اسلام اباد ایکسپریس ټریبیون انګزي ژبې ورځپاڼې پخپل ننني راپور کې وئيلي دي، پاکستان په پولو کې د امنیتی چیلنجونو باندې په غور او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د کابل اقدامات  قانع کونکي نه ګڼي او دلااغیزشیندونکو اقداماتو غوښته کوي.

په دغه راپور کې لیکل شوي دي ،د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې بحث د کابل  او اسلام اباد ترمینځ په یوې حساسې  موضوع بدل شوی دی.  اسلام اباد تمه درلوده چې د افغانستان طالبان واک ته له رسیدا وروسته د پاکستاني ضده وګړو  په باب د دوی  په اندیښنو غور وکړي، خو دتمې په اپوټه په پاکستان کې د ټي ټي پي حملې نوره هم زیاتې شوي دي.او همدغه شخړه د پاکستان  او د افغانستان د طالبانو دحکومت ترمینځ د  ترینګلتیاؤ د زیاتیدا لامل شوې ده.

https://www.irna.ir/news/85062820/%

captcha