ایکنا د ټي ار تي له قوله راپور راکړؤ،د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دق رآڼ کریم دسوځولو هڅه یو نفرت او کرکه خورونکی جنایت او د نه منلو وړ کار وباله او ټينګار ئې وکړ، د قرآن کریم د نسخو دسوځولو لپاره هڅه داسې لوي نفرت خورونکی جنایت دی چې باید مخه ئې ونیول شي.
د ترکیې ولسمشر په دغو څرګندونوکې چې په انقره کې د عدالت او پراختیا دګوند پهمرکز کې د روژماتي په دودیز پروګرام کې شوي ووئيل، باید دغه ناخوښ عملونه یعني د اسلامی سپيڅلتیاؤ سپکاوي چې د کابو دوو میلیارډ مسلمانانو زړونه ئې داغي کړي دي او د دوي غوسه ئې راپارولې ده پاي ته ورسیږي.
اردوغان په دوام کې دنړۍ اوسنی نظم او دنړۍ پر برخلیک ټاکونکو فیصلو د ملګروملتو د پنځو دایمي غړو سلطې باندې سختې نیوکې وکړې او دا ئې ناپایدار چاره وبلله.
د هغه په وینا،ددغه وضعیّت اصلاح سملاسي اقداماتو ته اړتیا لري او د ملګروملتو امنیت شورا دې هر اړخیز او جامع کړچار ولري .
د ترکیې ولسمشر همداراز د اوکراین دجنګ په باب هم روښانه کړه، یوه عادلانه او هراړخیزه سوله له دغه بحرانه دواړو لورو ته په شرافت سره د وتلو امکان ورکوي او دمونږ سیمه هم له اوسني بحرانه ژغورل کیږي.