IQNA

د ابراهیمي حرم د پاسه د صهیونیسټي رژيم د بیرغونو پر رپيدا سخت اعتراضونه راپورته شول

7:19 - April 25, 2023
د خبر لمبر: 3487237
ایکنا-(تهران) د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو او اردن خارجه وزارتونو د ابراهیمي حرم پر دیوالونو  دبیرغونو په لګولو  کې د صهیوینسيټي رژيم د تیریو په محکومیّت سره  د اردن او فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارتونو  له دغو اقداماتو سره د  نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښته کړې ده.

ایکنا د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ ، د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،  نیواکګرو عسکرو او د صهیونیسټ میشته ښارګوټو افراطیانو د ابراهیمي حرم  پر دروازو او دیوالونو باندې د صهیونیسټي رژيم بیرغونه رپولي دي چې یو غیر انساني او غیر قانوني اقدام دی.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،دصهیونیسټانو دغه اقدام د نړیوالو قوانینو او د جینوا د موافقو ښکاره خلاف ورزي او ښاریزو او مسلمانانو د احساساتو ښکاره لمسول دي.

په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي،د صهیونیسټ رژيم دغه اقدام  د دوي د سیاستوو او دنیواکګرۍ دذهنیّت ښودنه کوي. چې  په نیواکي فلسطین کې د مسلمانانو د میراث او تاریخي ځایونو او عبادت ځایونه ئې  په شیشت کې راوستي دي څو  واقعیّتونه  د نیواکګر رژيم د روایتونو په خدمت کې او د هغو د استعماري  نقشو  په اساس ئې حقیقي وبریښوي  چې دا د هویّت او تاریخي  اقدارو چخڼي کول دي وهیڅکله هم دزغملو وړ نه دي.

د اردن خارجه وزارت  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د ابراهیمي جومات پر دیوالوو د صهونیسټي رژيم د بیرغ  رپول  په سخته محکوم کړي او او له نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دی چې د نیواکګرو ددغو کرغیړنو اقداماتو په وړاندې دې سخت غبرګون وښئ.

د نیواکګر رژيم   چارواکو  د تیرې یکشنبې په ورځې  د ابراهیمي جومات د پاسه او دهغه پر دیوالونو ددغه وحشي او نیواکګر رژيم بیرغونه رپولی دي.

https://iqna.ir/fa/news/4136160

 

captcha