IQNA

د غزې د مقاومت د قومانندانانو ترور به د لابراخې ډغرې سبب شي

6:46 - May 13, 2023
د خبر لمبر: 3487326
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ،سید حسن نصر الله  دبیروت په المهدی مدرسې کې د حزب الله د یوه نامتو قوماندان سید مصطفی بدرالدین  دشهادت داومې کلیزې په مناسبت مهمه وینا وکړه.

ایکناد المینار له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله پرون دجمعې په شپه د شهیدا مصطفی بدرالدین د شهادت داومې کلیزې په مناسبت  دخپلې وینا په پیل کې د خداوندمتعال په درګاه کې د فلسطین دملت لپاره د بریالیتوب او عزت او له نیواکګر صهیونیسټي وحشي رژيم سره په روان  جهاد کې پر دښمن  دغلبې  دعا وکړه .

هغه همداراز د وحشي صهیونیسټي رژيم په بې آمانه هوائي حملو کې د فلسطین د مقاومتي چورلیز د مبارزانو  او دمقاومت رهبرانو او دفلسطین ملت ته  او همداراز د صهیونیسټ رژيم په بندونو کې د اوږد لوړږ تړ له امله د فلسطینی اسیر خضر عدنان د شهادت په مناسبت مبارکي اوتسلیّت ووایه.

سید حسن نصر الله ووظیل ، دا اسرائيلي دښمن ؤ چې د حملو په دغې مرحلې کې ئې د اسلامی جهاد غورځنګ دپوځي څانګې سرایا القدس  د شهیدو قوماندانانو ، او میرمنوا و ماشومانو په شهیدولو سره پیل کړی دی ،نتن یاهو  په دغو تیریو سره د خپل سیاسی  ائيتلاف ددړې وړې کیدا باندې دبرغولي د کیښودلو په لټه کې دی،خو باید یاد وساتي چې نور ئې په لاس په داخل کې هم امنیت او کراری  نه راځي او  عمر ئې په وروستیو شیبو کې دی.

هغه زیاته کړې، نیواکګر رژيم د سرایا القدس د قوماندانۍ جوړښت ته په ګوزار کولو پسې دی  او غواړی چې د دوي توغندوی  قدرت نابود کړي  او خیال کوي چې دغه تیري به د اسلامی جهاد غورځنګ دقوماندانۍ دکمزورتیا سبب شي، خو تیروځي .

د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ووئیل، د اسلامي جهاد غورځنګ قوماندانۍ د سرایاالقدس  د قوماندانانو په ترور سره  په آرامښت اوعاقلانه چلند وکړ او  د حماس غورځنګ د پوځي څانګې کتائب القسام له قوماندانۍ سره  ارتباط ټينګ کړ څو یو موټی  دریځ ولرل شي.

سید حسن نصر الله ددې خبرې په کولو سره چې  په غزې کې د مقاومت کلک ځواب  د مقاومتي ډلو د ګډوعملیاتو د کوټې په لاس کې دی ووئيل،د مقاومتي چورلی ز د ډلو ددریځ یووالي  نیواکګر اووحشي رژيم  خپلو موخو ته په رسیدا کې ناکام کړ.  د حزب الله عمومي منشي ټينګار وکړ،د فلسطین د مقاومت ډلې  د خپل سیاسی اوپوځي قوماندانۍ د جوړښت فوري ترمیم لپاره لوي قدرت لري. 

سید حسن نصر الله  زیاته کړه  د سرایاالقدس د څو قوماندانانو له ترور وروسته ددغه مبارز اورګان  دجوړښت فوري ترمیم  نیواکګر او وحشي رژيم غافلګیر کړی دی.د تل ابیب  او نیواکي قدس جنوب ته د مقاومتی چورلیز د توغندیو رسیدلو دغه جنایتکار او نیواکګر رژيم سربداله  او لالهانده  کړی دی او نتن یاهو  دغه دروغ  نشي وئيلی چې د  اسرائيلو مخه  نیونکی قدرت ئې ترمیم کړی دی ،بلکې د خپل مخه نیونکي قدرت په ترمیم  کې ددښمن هدف ناکام دی او په غزې کې د مقاومت مورچلې  یو موټی پاتې دي. هغه څه چې تر دې دمه رامینځةشوي دي ، دښمن ښه ورباندې پوهه شوی دی چې مقاومت دترور هیڅ یو عملیات بې ځوابه نه پریږدي او دغزې د قوماندانانو ترور به د یوې لاپراخې ډغرې سبب شي او  اوسنئ ډغره  د فلسطین د ملت د  ساتنې او دامنیت دتامینولو جنګ دی .هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ، د غزې جنګ مهم دی او د هغو نتیجې یوازې غزې تړانګې ته نه محدودیږی ،بلکې درسته سیمه پکې شاملیږي مونږ  په غزې کې د مقاومت له قوماندانۍ سره په دایمي توګه ارتباط  کې یوو او   هروخت  چې مسئولیّت ایجاب کړي، هرډول مرستو  په وړاندې کولو کې به هیڅ شک او ځنډ ونه کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4140450/

captcha