ایکنا د میډل ایست نیوز له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکو صهیونیسټانو د اسلامی مقدساتو په ضد په یوه خطرنا ک او تاؤتریخوالی رامینځةکونکي اقدام کې د اردن سین په لویدیځي غاړې کې وقاع د نابلس ښار به جنوب کې د عوریف ښارګي په یوه جومات کې د قرآن کریم څو نسخو ته په سپین سترګیتو ب سره اور اچولی دی.
په همدې اړه د صهیونیستي رژيم ۱۳ټيلیویژنی چینل هم یوه ویډیو خپره کړې ده چې په عوریف ښارګي باندې د یرغل په وخت د دوو وحشي صهیونیسټانو په لاس د قرآن کریم د سپکاوي شیبې ئې نندارې ته وړاندې کړي دي .
په دغه راپور کې راغلي دي،قرآن کریم د سوځونکي په سپک اقدام کې دهغه ښارګوټي د فتیةالتلال( یعني د څوکو ځوانان)په نامې سره اړونده کسان دي چې د اردون سین په لویدیځي غاړې کې دډيرو زیاتو افراطي صهیونیسټانو ښارګوټی دی.
د قرآن کریم سپکاوی،د بیت المقدس او نورو نیواکي ټاټوبو په یهودی بدلونکو سیاستونو او همداراز دهغو جنایتونو په دوام کې دي چې وحشي ډوله صهیونیسټانو د فلسطینیانو په ضد روان کړي دي. قرآن کریم ته اور اچول د قدس نیواکګر رژيم پر سیاستونو د توکمپالنې د واکمنیدا بیانونکي دي.