ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی دراني وویل: اسلام اباد د کابل له حکومته غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران دې پاکستان ته وسپاري، څو د خپلو جرمونو په خاطر عدالت ته راکاږل شي.
دراني له ټي ټي پي سره خبرې اترې هم رد کړې او ویلي، دا چاره مثبته پایله نه شي لرلی او پاکستان به نور په دې اړه غور ونه کړي.ده همداراز ویلی دی د تحریک طالبان مشران دی پاکستان ته وسپارل شي او هغو باید د افغانستان له خاورې پاکستان پرضد استفاده ونکړې شي .
تر دې مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د پوځ د اډو له قوماندانانو سره په کتنه کې ویلی وو ، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونو او تازه وسلو ته لاسرسی لري.
طالبانو د پاکستاني استازي د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.