IQNA

 په قرآن کې  اخلاقي مفهمونه/26

د انسان په باطن کې د صداقت او دوستۍ دوې ګرانبیهّ ملغلرې

10:32 - September 12, 2023
د خبر لمبر: 3487943
ایکنا-(تهران) صداقت او دوستي داسې دوې ګرابنیّه ملغلرې دی چې انسانان ئې دخپلو اخلاقو په سمندر کې په ډيرو هڅو سره ترلاسه کولی شي.

 هغه اخلاقي فضایل چې د درستو انسانانو ددنیاوي او اخروي نیکمرغۍ سبب کیږي ،صدق اورښتونوالي ده. په یوه کلام کې وئيلی شو ،رښتونوالي اوسموالی له مختلفو اړخونو څخه د انسانانو د باطن د کشفولو لپاره دوې کِلئ دی. نو ځکه که انسان وغواړړي  دچا ښه والی او بدوالی وپيژني  ،نو  هغه د رښتونوالئ و د امانت دساتلو په مسئلو کې باید وآزموئي.

 هغه اغیزې چې  صدق اورستونوالی ئې پر انسانانو لري ،دا دي چې انسان په دې وسیلې سره د ځان لپاره عزت او آبرو ساتلی شي او په دې وسیلې سره په ټولو ټولنو کې احترام او عزت پيدا کولی شي. له دې  اړخه  حضرت امام علی علیه السلام  فرمائي ؛ علَيْكَ بِالصِّدْقِ، فَمَنْ صَدَقَ فِى اقْوالِهِ جَلَّ قَدْرُهُ؛ تل رښتیاوالی  خپل کړئ ځکه چې  هغه څوک چې پخپلو خبرو کې رښتیا وي ، په ټولنې کې ئې قدر اوځائيګی هم لوړیږي.

 له بل پلوه رښتیاوالی  انسان ته شهامت اوا شجاعت ډالۍ کوي چې په دې وسیلې سره  انسان د زړه آرامښت ته رسیدی شی،البته دروغ وئيل او څو مخیتوب  تل انسان په ویرې اوسټریس کې راولي . له دې امله چې دروغجن انسان تل په دې ویره کې دی چې داسې نه چې دروغ ئې ایشوا شي  او په خلکو کې عزت په اوبو لاهو شي.

 رښتیاوالی پر هغو دوو موردونو سربیره چې لامل کیږي ،انسان  د ګناه او خلافو کارونو دترسره کیدا په وړاندې ټینګ ودریږي او لامل کیږي د همدغه رښتونوالي  هغه له ګناه وغړوي. ځکه  رښتونی انسان پوهیږي چې که  ګناه وکړي ،نو هغه ګناه نشي پټولی  او هغه مهال چې  له هغه ددغه خلاف کار په اړه وپوښتل شي ، نو قطعا به اعتراف وکړي. له دې امله هغه  خلاف کار نه ترسره کوي څوپه دغه موقعیّت کې رانشي.

 رښتیا  او دروغ هماغه شان چې په ژبه جاري کیږي، دانسان په عمل کې هم ځان ښئ ،هغه کسان چې  دخپل ظاهري حال په اپوټه عمل کوي،دروغجن دی ، او  هغه کسان چې د خپل عمل ظاهر اوباطن ئې سره غږمله او یو شان وي ، رښتونی دی . له دې اړخه ده،هغه مهال چې  منافقان  درسول الله بزګوار (ص) وآخوا ته ورځي او  دهغه د نیوبت او پیغمبرۍ شهادت  ورکوي،نو خداوندمتعال په قرآن کریم کې فرمائي ؛ منافقان دروغ وائي.حضرت محمد د خداي پيغمبر دی اودا  داسې څه نه دی چې  دروغ وي،البته هغه وخت چې خدای شهادت ورکوي، چې منافقان په دې اړه دروغ وائي ،  نو مقصد دا دی چې لکه څنګه دغه خبره  د هغوي له باطني  واقعیّت سره  سمون نخوري ،دهغوي د دروغ سره نسبت ورکړل شوی دی، دوي په ژبه وائي چې ته د خداي رسول ئې ،خو په زړه کې ئې  پرې باور نه درلود. 

د خداي په نزد صداقت  دومره ارزښت لري چې د قرآن مجید د احزاب سورې په ۲۴آیت کې ئې فرمائيلي دي،؛ لِيَجْزِىَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَ يُعَذِّبَ المُنافِقِينَ انْ شاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ انَّ اللَّهَ كانَ غَفُوراً رَحِيماً.؛هدف  دا دی چې خداوند صادقانو ته د خپل صدق او رښتیاؤ په خاطر جایزه ورکوي، او منافقانو ته چې هرکله  اراده وکړي عذاب ورکوي، یا (که توبه وکړي) دهغوي توبه منل کیږي ،ځکه خداوند ډير بخښونکی او رحیم دی :::

captcha