IQNA

د مقدسې دفاع د لوئې پیښې جزیات مو ونه پيژندل شول او نه مو هم نورو ته وروپيژندل

15:07 - September 20, 2023
د خبر لمبر: 3487982
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العطمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛په سیمې کې د ایران معنوي شتون  د امریکا او ځینو  نورو هیوادونو چغې او شور ماشور پورته کړي دی.

ایکنا نیوز راپور ورکوي،د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سپیڅلي دفاع د یوشمیر مخکښانو،دشهیدانو د ک ورنیو ،هنرمندانو ،لیکوالانو،مرستندویانو او فعالانو په ټول کې  وفرمائيل،  په سیمې کې د ایران معنوي شتون د امریکا او د ځينو نورو هیوادونو چغې او سورې پورته کړي دي.

ایران پریس خبری آژانس راپور  ورکړ، داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولوسره چې  مقدسې دفاع دمونږ پولې  پراخې کړې وووئيل، مقضد جغرافیائي پولې نه دي ،بلکې  دمقاومت د پولې پشمول  نوره سرحدونه اوپولې دي او  نن سبا په سیمې کې د مقاومت عنصر سسټماټیک شوی دی .

 

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په  دې خبرې په ټينګار سره  چې په نړۍ کې د مقاومت عنوان  سپيڅلې دفاع مطرح کړ، پر مخ  ئې بوتۀ او پیاوړی ئې کړو ، روښانه کړه، ایران د سیمې په هیوادونو کې کوم مرکز نه لري ،خو  معنوي شتون لري او دغه معنوي شتون  د امریکا او ځينو هیوادونو خوبونه ورک کړي دي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  ددې خبرې په کولو سره چ ددښمن موضوع تر اوسه پورې  هم  اسلامی جمهوریت دی  ټينګار وکړ، دمقدسې دفاع په پړاؤ کې  هم ددښمن مهمه او اساسی موخه  دمځکې بشپړتیا نه وه ،بلکې دښمن غوښتل  دغه بې مخینې انقلاب  چې د ایران ولس راپنځولی دی ،وځپي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  ووئیل، فرق کوي، چې  یو جنګ ددوو هیوادونو د پولو ځیني برخې سره اخوا دیخوا کړي  یا د هغه څه  دنابودۍ لپاره چې  دیوه ملت هویّت جوړوي رامینځةشي ، دعراق دبعثي رژيم  دجنګ  مسئله  له ایران سره یوازې پولې نه وې .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ددې خبرې په کولو سره چې  دمقدسې دفاع په پړاؤ کې  درسته دنیا  له ایران سره په جنګ بوخته  شوه ووئیل،   دامریکا اروپائي هیوادونو ،ختیځي بلاک  پشمول ددنیا  اوسني درستو مطرحو قدرتونو یو ډول   د اسلامی انقلاب به ضد په جنګ کې ملګرتیا وکړه.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې په لیرې پراتو  هیوادونو کې د ایران د ملت کارونو اغیزې شیندلي دي ، روښانه کړه، په ختیځي آسیاسیمې ،افریقا اولاتینې  امریکا کې  د ایران دملت کارونه بیلګه شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4169982/

captcha