IQNA

 د نبیانو روزنیزې رودې؛موسی(ع)۳۰

د حضرت موسی په کیسې کې د نبیانو روزنیزې رودې

15:07 - October 03, 2023
د خبر لمبر: 3488051
ایکنا-(تهران) د حق او باطل دجبهې د مشخص کیدا په  موخې سره لفظي مناظرې تل د خلکو لپاره جذابې دي،د مناظرې دغه ګټه پر هغه مهمو تربیتي ټکو سربیره چې  په هغو کې نغښتي  دي ، له دغې رودې څخه د استفادې اهمیّت څو برابره زیاتوي.

یوه هغه روزنیزه روده چې الهي پيغمبران او شخصیّتونو ورڅخه استفاده کړې ده ، د مناظرط روده ده .مناظره په فارسي ادبیاتو کې د جدال په معنا ،پخپلو کې دبحث په معنا ، دسوال ځواب په معنا، دحقیقت او  دهغه شي د ماهیّت په باب دفکر کولو په معنا دهچې  کارول شوې ده.

 مناظره یوډول داسې ادب  دی چې  ددوو یا لازیاتو لورو ترمینځ دخبرواترو پر اساس  دیوې داسې په باب ترسره کیږي، چې  په هغې کې  هر یو لوری  د خپلې مدعا د اثبات لپاره مطلبونهاو دلیلونه  بیانوي، د مناظرې موضوع ممکنه ده  عقیدتي ،اخلاقي ،علمي او اجتماعي  مسئلې وي. په ځينو مناظرو کې د یوې چارې حقیقت ته رسیدل  تعقیبیږي.

 له مناظرې هدف تل  د نورو په نسبت  خپل برلاسی نه وي.د رسمی مناظرو  هدف ، د یوې چارې حقیقت ته  رسیدال دي، د هغو شخړو په اپوټه چې موخه ئې  د  دښمن غلی کول او پر هغه غلبه ده ،خو په مناظرو کې ددغې موخې تل لحاظ نه ساتل کیږي.

د مناظرې یو هدف،  زده کړه او روزنه ده ،هغه غیر مستقیم زده کړه چې په ذهنونو کې تل پاتیکیږی.

 په مځکې د فساد نهي کولو او  اصلاح ته بلل ، د  دعوت یو اصلي پروګرام دیاو په بله معنا، الهی دینونو ،پرشخصي مسئلو سربیره په  اجتماعي حالاتو څارنه ده او ټول  د اجتماع په اصلاح  او له فساد سره په مبارزې کې  ګډون ته بلل.

حضرت موسی(ع) چې د خداوندمتعال په نزد  لوړپوړی پیغمبر دی، له دې رودې استفاده کړې ده.

په لومړۍ درجې کې  دفرعون او دهغه د حکومت د مشرانو په لور  ورځي او  هغه هم ددې په خاطر ده چې  اجتماعي فسادونه او چاپیریالی انحرافات به،یوازې په شخصي اصلاحاتو او دریځونو سره حل نشي.بلکې باید  دټولنې  سرغنې او  هغه کسان چې د کلتور، اقتصاد او سیاست واګې په لاس کې لري، په لومړۍ درجې کې اصلاح شيڅو  د نورو کسانو داصلاح لپاره زمینه هم برابره شي. دا یو درس دی چې قرآن کریم ئې ټولو مسلمانانو ته د  اسلامی ټولنود اصلاح لپاره ورکوي.

په دې باب د قرآن کریم آیتونو کړچار دوه ډوله دی.

۱  مبعوث ته اشاره او دمناظرې لپاره  د فروعونیانو په لور د حضرت موسی ورتلل

« ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَىٰ وَهَارُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ  ؛  له دې وروسته مو،موسی اوهارون ئې پخپلو آیتونوسره د فرعون او دهغه دشاوخوا کسانو په لور واستول، خو دوی تکبر وکړ(او حق ته ئې غاړه کې نه ښودله ؛ځکه چې) دوي یوه مجرمه ډله وو(یونیس-۷۵).

 او دا چې ګورو،حضرت موسی(ع) په لومړۍ درجې کې د فرعون او دهغه دحکومت دمشرانو په لور لیږدول کیږي، دا دي چې د حضرت موسی یو پروګرام ،د فرعونیانو داستعمار له منګولو د بنی اسرائیلو نجات او  دمصر له ټاټوبي د دوی  ژغورل وو،او دا  له فرعون سره له مناظرې اوخبرواترو پرته ممکنه  نه وه.

۲؛ هغه آیتونه چې  له فرعون سره د موسی پر مناظرې دلالت کوي.

«وَقَالَ مُوسَى يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ حَقِيقٌ عَلَىٰ أَنْ لَا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ قَالَ إِنْ كُنْتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ؛

او موسی ووئيل،؛ائ فرعون! زه د نړۍ د پنځونکو پروردګار  له خوا رالیږلی یم ،دا چې پر خداي له حق پرته بل څه ونه وایم.ما د تالپاره  د تا د پروردګار له خوا یو روښانه دلیل راوړی دی؛ نو بنی اسرائيل،له ماسره ولیږه! ،فرغون ووئيل؛ که  کومه نښه  د راوړي  وي، نو راته ئې وښایه که  له ریښتونکو وې::: (د اعراف سوره له ۱۰۴آیته تر ۱۰۶پورې آیتونه)

د آیتونو په دغې برخې کې  د حضرت موسی او فرعون  دمناظرې یوه برخه مشاهده کوو، حضرت موسی علیه السلام  په هغه لومړني چلند کې چې له فرعون سره ئې درلود ،هغه ته ئې داسې خطاب وکړ،ائ فرعونه! داسې خطاب چې  د ادب د رعایتولو په وخت له  چاپلوسۍ او سرټيټي  او دبندګۍ له اظهاره خالی ؤ.

captcha