IQNA

قرآن څه دی؟/33

د خلکو به مینځ کې د قضاؤت لپاره کتاب

7:18 - October 05, 2023
د خبر لمبر: 3488058
  ایکنا-(تهران) جرم او جنایت د هغو چاودیدونکو موادو په څیر دی  چې که پخپل حال پریښودل شي ،نو هیڅوک  ئې د ختمولو په فکر کې نشي، نو هم خپل مالک له مینځه وړي او هم نور خلک.البته هغه وسله چې له دغو  خطره رامینځةکونکو موادو سره مخامخیدلی شي، د هغو  دکارولو لپاره د درندو سزاګانو رامینځةکول .ددغو سزاګانو خصوصیت ،د ټولنې د نورو کسانو لپاره مخنیوی یا دفاع ده.

جرم او  جنایتونه باید له ټولنې نه بلیدونکی برخه وبلل شي چې د انسانانو دغضب او شهوت قوې له امله وي. دغه دوې  اجتماعی ښکارندې د اجتماعی عدالت درامینځةکولو په وړاندې لوی خنډونه دي. انسانان  د فطرت او د خپل وجود د جوړښت له نظره  د عدالت  عاشقان او له دې نظره چې خداوندمتعال دوي ته حکم ورکړی ،په ټولنې کې دعدالت رامینځةکولو ته پابنده دي.له همدې امله  د خلاف کارو لپاره یو شمیر قوانین او سزاګانې لازمې دي. څو دغه آرمان پوره شي. امیر المومنین امام علی علیه السلام  قرآن کریم  هغه کتاب معرفي کړی دی چې ځیني  دغه قوانین ئې چې په ټولنې کې دعدالت درامینځةکیدا لامل کیږي،پخپل ځان کې لري. هغه بزرګوار په 198 خطبې کې فرمائي؛ وَ حُكْماً لِمَنْ قَضَى‏ ؛ او پریکنده حکم دی د هغه چا لپاره چې  ورسره قضاؤت وکړي.

 ابن میثم  د امام علی علیه السلام د خطبې ددغې برخې په شرح کې لیکي؛قرآن کریم د حق فیصله ده د هغه چا لپاره چې قضاؤت کوي،یعني هغه  احکام چې قاضیان پخپل قضاؤت کې  ورته ضرورت لري،په قرآن کې شته دي، د حکما ټکی په ځاي  حکما هم روایت شوی دی، او په داسې بڼه کې ئې معنا داده چې  قرآن داسې قضاؤت دی  قاضیان ورته رجوع کوي، او  دهغه له حکم پرته بل یو ګام هم نشی پورته کولی  او دا له خداوند څځه توفیق دی.

په ځينوهغو قوانینو او سزاګانو کې چې قرآن کریم د جرمنو لپاره ښودلي دي ،یوه لنډه شان اشاره کوو.

  • د غلاګانو لپاره سزاګانې ؛ خداوندکریم د مائده سورې په 38 آیت کې فرمائي؛ وَ السَّارِقُ وَ السَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُما جَزاءً بِما كَسَبا نَكالاً مِنَ اللَّهِ وَ اللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيم‏ ؛ د غله سړي او غلې ښځې لاس دهغه عمل په خاطر چې ئې ترسره کړی دی ،د الهی سزا په توګه غوڅ کړئ او خداوند توانا او حکیم دی:::

قرآن کریم سره له دې چې  د کارونو په وړاندې جوت احکام لري،خو همدغه جوت احکام هم تفسیر ته اړتیا لري  او  هغه مفسر چې ددغو آیتونو تفسیر وکړيو آئمه معصومین علیهم السلام دي. د یادولو وړ ده هغه سزاګانې چې دجرمونو په وړاندې  ورکول کیږي، هغو شرائطو ته اړتیا لري چې له هغو شرائطو سره سره ،د اعمالیدا حکم کیږی ، دمثال به توګه ،تفسیر نمونه  دغلا د همدغه حکم د شرائطو په باب د روایتونو له قوله لیکی، غل باید عاقل اوبالغ وي او  پخپل اختیار سره ئې دغه کار کړی وي.

  ددغه آیت په باب جالب ټکی ، جلال الدین سیوطی  دخپل قرآنی علوم په کتاب کې ددې علت چې غل سړی  په دغه آیت  کې پرغلې ښځې مقدم ذکر کیږی، دکثرت له نظره  ئې ګڼي.یعني په دې علت چې زیاتره غله سړي  دی نو ځکه ئې اول سړی  او بیا ښځه بیان کړې ده .

2    د زنا سزا ؛   خداوندمتعال  د قرآن کریم د نور سورې په 2 آیت کې فرمائي ،؛ لزَّانِيَةُ وَ الزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ واحِدٍ مِنْهُما مِائَةَ جَلْدَةٍ وَ لا تَأْخُذْكُمْ بِهِما رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الْآخِرِ وَ لْيَشْهَدْ عَذابَهُما طائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِين‏ ؛ زناکار سړی او ښځه سل متروکې ووهئ ، او د خدای په دین کې به  هیڅکله  تاسو کاذب محبت راګیر نه کړي، که  په خداي او د جزا په ورځ ایمان لرئ. او باید یوه ډله مومنان د دوی سزاګانې مشاهده کړي:::

 قرآن کریم یو مهربان کتاب دی او دا چې ایت انسان    له دغو انسانانو سره له کاذب محبت او منیط څخه نفی کوی ، ددغه کار د بدو نتیجو  په علت ده .یعني که  ددغو کسانو لپاره سزاګانې په نظر کې ونه نیول شی، نو لا سپین سترګې کیږي او بیا هم  خپل ځيږ او بد کار تکراروي . په دې خاطر چې که نور خلک هم کله ووینی،  قانون ورسره نرمښت کوي، او  له هغو سره څه کار نه لري،نو دوي هم دغه کارونو ته مخه کوي اونتیجه  دا کیږی چې یوه ټولنه بدکاریو او دړې وړې کیدا په لور ځي . نو ځکه قرآن کریم  د منطق او پوهې  په اساس  د ټولنې داصلاح لپاره  قانون وضع کوي.  

captcha