اصل اختیار سبب کیږي چې انسان کله نا کله پخپلې ټاکنې کې لړزانه شی او د ګناه لاره غوره کړي. ددغې ګناه د له مینځه وړلو روده دا ده چې انسان توبه وکړي او پخپلې ګناه پښمانه شي. له دې امله توبه او استففار او په خدای او آخرت ایمان سبب کیږي چې دشفاعت د هغه په نصیب شي.
شفاعت دهغه شي د غوښتې په معنا دی چې د شفاعت له خاونده ئې د شفاعت غوښتونکي لپاره وغوښتل شي. د پیغمبر اکرم له هغه پرته شفاعت په الهی درګاه کې ددعا او لمنځ په معنا دی .شفیع(شفاعت کونکی)،د هغې مرتبې او مقام په دلیل چې د خدای تعالی په نزد ئې لري، اجازت ترلاسه کوي حو د بندګانو لپاره وسیله شي او ددعا او لمنځ له لارې له خداوندمتعاله وغواړي چې دهغه له ګناهانو تیر شي،یا د هغه درجه لوړه کړي.
په شفاعت اعتقاد درلودل داسې محکم اوپیاوړی بند دی چې دګناهانو د ریښې ویستونکي سیل مخه نیسي. هغه څوک چې په شفاعت اعتقاد لري ، له هغه هیله کوي او پر هغه لازمه ده چې د خپل کردار او عملونو لازیات خیال وساتي څو ایمان ئې چې په شفاعت کې یو مهم شرط دی ، په ځان کې وساتي . شفاعت د انسان جوړونې امتحان او د ککړتیاؤ له نیمې لارې د بیرته ستنیدا لپاره یوه وسیله او د هغه د نهیلی کیدا د مخنیوی یوه لاره ده .اهل تشیَع دا موضوع دمذهب یو ضرورت ګڼي څو لکه څنګه چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمائي ؛ هرکس له درو شیانو انکار وکړي، د مونږ له شیعیانو نه دی. معراج، په قبر کې سوال او جواب او شفاعت پر دغه اعتقادی اصل ډيرې اغیزې شیندي
اوس ممکنه ده دا پوښتنه راپورته شي چې دغه شفاعت کونکي څوک دي ؟
د قرآڼ کریم د شهادت په اساس پیبغمبران هغه مهال چې پیغمبر دچا لپاره استغفار کوي، خداوندمتعال دغه استغفار قبلوي او هغه کس بخښي.؛ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا ؛ او که هغه مهال چې دوي (دمنافقینو ډلې)پر ځان ستم کاوه ،نو تاته ئې رجوع کوله او له خپل کرداره ئې دخدای په درګاه کې توبه کوله او تا هم د هغوي لپاره استغفار غوښت،په عین حال کې ئې البته خدای توبه منونکی او مهربان موند.::(نساءسوره-64)