IQNA

د پاکستان پارا چنار سیمه هماغه راز په شپږمه ورځ هم په بشپړ ډول کلابند ده

16:11 - October 29, 2023
د خبر لمبر: 3488186
ایکنا-(پاره چنار) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د کورمې ضلعې زیاتره سیمې په شپږمې ورځې هم د ترهه ګرو او اورپکو تکفیری ډلو په وسیله له څلور خواؤ کلابند ده او سیمې ته هیڅ ډول تګ راتګ بند دی.

ایکنانیوز له پاره چناره راپور راکوي، په داسې حال کې چې نن دریمه ورځ ده د پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې  له کوهاټ او هنګو سیمو څخه د امن جرګې  دغړو  پاره چنار ته له رسیدو سره سره امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلی  په دغې ښیرازې اوشنې سیمې  کورمې کې امن ټينګ کړي او وئيل کیږي، چې  په شپږمې ورځې هم د کورمې په پیواز،شلوزان،کنج علیزی مقبل ، بوشهره ،بالیشخیل کړمان سیمو کې  ترهه ګرو له خوا د درندو وسلو بې دریغه استعمال هماغه راز دوام لري .

په راپور کې وئيل شوي دي چې  په دغو نښتو کې دترخبر مخابیره کیدا پورې ددواړو خواؤ کابو دوویشت کسان وژل شوي او په لسګونو تپیان شوي دي.

وئيل کیږي،د تیرې مئ میاشتې په څلورمه نیټه په تري منګل سیمې کې  چې د افغانستان په پولې پرته سیمه ده ، په هائي سکول کې ترهه ګرو وګړو په دغه ښونځي کې څلور استاذان  چې ددغې سیمې اهل تسنن بچیانو ته ئې دعلم رڼا خوروله،سره د درونورو  کسانو یوازې په دې ګناه چې اهل تشیّع وو، په ډير بوږنونکي ډول سره شهیدان کړل ،چې په دې پسې بیا تر څوورځو پورې تاؤتریخوالي دوام درلود او دغه ترینګلتیا د کورمې نورو سیمو ته هم وغزیده او جنګ جګړو  د شیعه اوسني رنګ غوره کړ.په داسې حال کې چې دغو  شیعه استاذانو د اهل تسنن بچیانو ته دعلم رڼا ورښودله  خو ظالمانو او تور زړو ترهه ګرو وحشیانو  نه غوښتل چې ددوي بچیان دعلم له رڼا برخمن شي اوپه دې خاطر چې دغه استاذان ولې دلته ددوي په سیمې کې د علم رڼا خوروي په بوږنونکي ډول ئې ووژل. له دې وروسته هم وخت په وخت تاؤتریخوالی دوام درلود چې د یوشمیر نورو بې ګناه کسانو وینه پکې وبهول شوه. او دغه راز د سیمې لارې بندې شوې او خلک له ډيرو ستونزو سره لاس اوګریوان شول.

وروستي راپورونه ښئ چې د  امن جرګې مشرانو ددواړو لورو له مشرانو سره خبرې اترې پیل کړي دي او وئيل کیږي  چې په سیمې کې په اوربند سره سلا شوي دي خو ځینی داسې عناصر هم شته چې د اوربند  او په سیمې کې دامن او امان دټينګیدا پلویان نه دي او هماغه شان خپلو سپیرو فعالیتونو ته دوام ورکوي او په ځینو سیمو کې هماغه راز له درندو وسلو استفاده کوي. البته دا هم وئيل شوي چې د  امن جرګې مشران هڅه کوي ، دځاي ادارو او امنیتی ځواک په مرستې سره  دغوسیمو ته لاړشي او له دواړو لورو مورچې خالی کړي څو د امن  اوامان د ټينګیدا لپاره ورپسې اقدامات ترسره کړي.

 د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین  غورځنګ دخیبر پختونخواه صوبې سکرټري جنرل شبیر ساجدي د امن جرګې د هلوځلو په  ستاینې اوهرکلي سره وئيلي دي، دکورمې طوري او بنګښ قبایلو له دې مخکې هم د خپلو مشرانو دغه هلې ځلې ستایلي او ورسره ئې هرډول ملګرتیا کړې ده ،خو ځيني عناصر داسې شته چې نه غواړي په  سیمې کې اوربند ټينګ شي،نو باید ځاي حکومت دې په خود کې شي او نور  ورته اجازت ورنکړي،څودسیمې  ګډ سوله ایز ژوند خراب کړي او باید د شته قوانینو  او مقرراتو په اساس دې ددغې پیښې  عوامل او رابرسیره کونکي وپيژني او د راتلونکو پيښو د مخنیوي لپاره ئې دنورو لپاره هم عبرت وګرځوي. هغه ووئيل که ځای او صوبائي حکومت د مخکینیو غمیزو کومه حل لار لټولي وائاو شر بلاغواړي ډلې ټپلې ئې ځپلي وائ نو نن به دغه شان بیا حالات ترینګلي نه کیدل او د لسګونو کسانو وینه به نه بهیدله .شبیر ساجدي په عین حال  کې د سیمې پر شیعه او سني مخورو او سپين روبو او ځوانانو غږوکړ،پخپلو هلوځلو او ګډ سوله ایز ژوند سره دې د  ترهه ګرو او شرغواړو دسیسې شنډې کړي او اجازت ورنکړي چې  دغه شان په ګوته شمیر کسان د سیمې امنیت خراب کړي  او خپلو سپيرو  موخو ته ورسیږي. شبیر ساجدي دغه راز روښانه کړه ،دا ټوله دسیسې او ورانکارئ  دهغې کړئ یوه برخه ده چې نه غواړي ،شیعه اوسني مسلمانان په اتحاد اویووالی سره  د استعمار او استکبار  د دسیسو مخه ونیسي او په فلسطین  اوغزې تړانګې کې د استعمار او وحشي صهیونیسټانو روان  جنایتونو په بندیدا کې رول ولوبوي. هغه په عین حال ې ووئيل، په پاره چنار سیمې کې تل د نړۍ دمظلومو خلکو په تیره بیا د فلسطین دمظلومو خلکو په  حق تل چغه پورته کړې ده، چې اوسني حالات دوی ته ددغې په ګډه چغې پورته کولو سزا ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې نن د پاکستان په اسلام اباد کې د پریس کلب په وړااندې د د پاراچنار د پيښې په باب ستره ولسی مظاهره هم شوې چې ځيني عسکونه ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

شیعیان پاراچنار مسلمانان فراموش شده | خبرگزاری شیعیان افغانستان |  Afghanistan - Shia News Agency

دادگاه عالی پاکستان دولت را به رعایت حقوق شهروندی درمنطقه شیعه نشین ملزم  کرد - ایرنا

فعالان سیاسی در پاکستان به تشدید ناآرامی‌ها در پاراچنار اعتراض‌ کردند -  ایرنا

کرم کا امن سوچے سمجھے منصوبے کے تحت خراب کیا جا رہا ہے ،شبیر ساجدی - اسلام  ٹائمزرر

captcha