IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛نوح(ع)/34

د حضرت نوح په سیرت کې د وجدان ویښتیا

7:21 - November 05, 2023
د خبر لمبر: 3488218
ایکنا-(تهران) انسانان پر شکل او ظاهری بدن سربیره ، باطنی حقیقت هم لري چې  د لوړودرجو به لور د دوي په ودې اولوړتیا  کې ډيره ونډه لري.

یوه هغه باطني ځانګړتیا چې انسان ئې لري،د هغه وجدان دی. وجدان له انسان سره مرسته چې ښه اوبد عملونه له بهرنی لارښونې پرته تشخیص کړياواکه ا نسان  په یوې غلطې لار روان وي،نو د وجدان په وسیله رټل  کیږي او  سالمې لارې ته بیرته ګرځي.

 په هغو روزنیزو رودو کې چې معمولا پر انسانانو مثتبي اغیزې شیندي او د  پخپله د انسان په وسیله د نفس د اصلاح سبب کیږي، د وجدان بیداریدل اوویښیدل دي.د انسان اصل او دې ته پام چې  دڅه لپاره دنیا  ته راغلی دی  او له دې مخکې څه شی ؤ ،د انسان په تربیت کې مهم رول لري .  کله انسان  له دغو حقایقو خبر شي، نو کافی ده چې  د خپلو تیرو لټیو او هغو تیروتنو باندې چې ئې ترسره کړي وي ،پښیمانه کیږي  و د ځان اصلاح کوي.په حقیقت کې  په دغې روښانه رودې کې مربی (روزونکی) دنده لري چې  هغه حقایق اوکمالات چې تربیت کیدونکی  ئې ترلاسه کولی شی،   هغه ته ورزده کړي څو پّ دې وسیله  د هغه ویده شوی وجدان او ضمیر د غفلت له خوبه ویښ شي.

 د انسان لپاره ددغې رودې اغیزې نه انکاریدونکی دی. له همدې امله خداوندمتعال هم چې یوازینۍ روزونکی اود نړۍ پروردګار دی  له دې رودې ئې استفاده کړې ده . که د قرآن آیتونه  وارزول شي،نو له داسې ډيرو آیتونو سره به چې  انسان ته  په یادونې کې هڅه کوي، مخامخ کیږو.خدای تعالی  د  انسان له نطفې رانیولې د اوو واړو آسمانونو پورې  خلقت  ئې بیان کړی دی څو انسان ته وریاد کړي چې هیره نه کړي څورمه د خداي تعالی په وړاندې کمزوری اوفقیر دی. په ځينو آیتونو کې  همدغه تکرار شوې ده څو  ددغې موضوع اهمیّت  انسان ته وښئ.

حضرت نوح(ع) د خپل قوم د هدایتولو لپاره  له دغې رودې  هم ډډه ونه کړهع. هغه بزرګوار په هغې سورې  کې چې  د هغه په نامې سره نومول شوې  ده، په کرتو د خداوندمتعال نعمتونه  ښودلي دي څو ددوي مجدان اوضمیر ویښ شي،خو دهغه قوم یوازې  د هغه  انکار وکړ.  حضرت نوح وفرمائيل؛ مَا لَکُمْ لا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا وَقَدْ خَلَقَکُمْ أَطْوَارًا  أَلَمْ تَرَوْا کَیْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا  وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِیهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا وَاللَّهُ أَنْبَتَکُمْ مِنَ الأرْضِ نَبَاتًا  ثُمَّ یُعِیدُکُمْ فِیهَا وَیُخْرِجُکُمْ إِخْرَاجًا وَاللَّهُ جَعَلَ لَکُمُ الأرْضَ بِسَاطًا لِتَسْلُکُوا مِنْهَا سُبُلا فِجَاجًا ؛

؛ولې تاسو د خدای دعظمت لپاره قایل نه یاست؟ په داسې حال کې چې تاسو په مختلفو مرحلو کې پنځول شوي یاست،آیان نه پوهیږئ څرنګه خداوند اوه آسمانونه دیوه بل د پاسه وپنځول؟ وا میاشت  ئې  په آسمانونو کې د روشنائۍ او لمر ئې د ځلیدونکي شمې په څير ګرځولی دی. او خداوندمتعال تاسو د له مځکې دبوټو په شان راوټوکولئ! نو تاسو  به بیا هماغې مځکې بیرته ګرځئ  او بیا به مو راوباسي . اوا خداوند مځکه د تاسو لپاره پراخ فرش وګرځوله. څو دهغې له پراخو  لارو اودرو څخه تیر شئ( او هرچرته  چې وغواړئ لاړ شئ)

(دنوح سوره آیت۱۳-۲۰)

حضرت نوح په پیل کې  خپل قوم په یوې جملې سره رټي .په دوام کې  ځينو هغو نعمتونو ته اشاره کوي چې  دهغه مخاطبان خپله کمزوري او بې وسي واوري.ځکه  هرڅومره  چې انسان قدرت ولرل شي، بیا هم  په دغه لوي  عظمت سره آسمان  نشي پنځولی ،یا له یوې قطرې  په دغو ټولو   وړتیاؤ سره  یو انسان او هواره مځکه خلق کړي.

دغه ټوله اشارې  ددې لپاره شوي چې  ددوي وجدان  د دوي دګمراهۍ خنډ شي ،خو په دوام کې موولیدل چې  د نوح د زمانې لازیات خلک  د ایمان نه راوړلو په علت هلاک شول .

captcha