IQNA

د عمان ستر مفتي د فلسطین د مقاومتي مبارزانو پریکنده ملاتړ وکړ

8:33 - December 09, 2023
د خبر لمبر: 3488394
ایکنا-(عمان) د  عمان  ستر مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي ، په هغو کسانو په سختو نیوکو سره چې د فلسطین دمقاومتي چورلیز د خرابولو په  لټه دي ،  پر هغوی غږ وکړ، چې چپتیا دې غوره کړي او اجازت دې ورکړي ، دمقاومت مبارزان د مقدساتو په دفاع کې خپله دنده ترسره کړي.

ایکنا نیوز د الخلیج آنلاین  له قوله راپور راکړ، د عمان سلطنت لوي مفتي شیخ احمد بن حمد  الخلیلی  په غزې تړانګې کې د اسرائيلي جنایتکارو وحشي ډوله غمیزې  محکومې کړې او ټينګار ئې وکړ،  چې نیواکګر او وحشي ډوله پوځ  په دغه جنګ سره  خپل ګور کیندي.

 شیخ صیب زیاته کړه، په غزې کې او نیواکي ټاټوبو کې د اسرائيلو وحشیي ډول جنایتونو بیرته پيلیدا  ددوی دلالهیدانۍ دلیل  دی اویوازې به د دوي نابودي چټګه کړي.

شیخ  الخلیلي همداراز په هغو  کسانو چې د فلسطین دمقاومت په سپکاویو اوو  ورته د تاوان په رسولو پسې دي ،وغوښتل چې چپتیا دې غوره کړي.

دعمان لوي مفتي په ایکس پاڼې کې پخپلې  پيغام کې دځينو پوښتنو په مطرح کولو سره  ووئيل، آیا د ښځو او سړیو د مقدساتو څخه دفاع چې  په غزې او فلسطین کې ددوی د حقوقو او عزت په چخڼي کیدا او تیریو په اوج کې دی ، دټول امت لپاره یوه مقدسه دنده نه ده؟ هغه ووئيل، آیا باید  ددغې دفاع ونکي په ترټولو بدخصلتونو  تورن او ورټل شي؟.

الخلیلی زیاته کړه ، د  ما لپاره د افسوس مقام دی چط ډیری خلک په هغو خبرو  چې  کوي ئې ،دقت نه کوي او ورباندې غور او فکر نه کوي  مهمه خبرې نه دی، خو دخدای وندمتعال په نزد لوئې دي ، دوي ورته اهمیّت نه ورکوي، چې  په مقاومت تورونه لګوي.

هغه په دوام کې ووئیل، ځیني د مقاومت مبارزان په ترټولو ځيږو خصوصیاتو ، له دینه په  انحرام  او  له صهونیسټانو سره  دمبارزې په خاطر ددوي په مجرم بللو کې  له هیڅ هڅې ډډه نه کوي،البته زمان په نظر دوي فتنه ګر او دسیسه ګر دي .  هغه د هغو کسانو په سخته رټلو سره چې ئې د اتلوالو مبارزانو د دندو ترسره کولو کې بې وسه  ګڼلي دي ووئيل، آیان ښه نه وه چې خپلې خولې ئې تړلي وائ څو ګناهګار نشي؟

 هغه  په مقاومت   حمله کونکو ته په خطاب کط ووئیل، ایا له مقدساتو څخه دفاع ، د ښځې ،سړي ،ماشوم او لویانو پشمول  چې  هلته ئې حقوق او عزت چخڼي کیږي، ددرست امت لپاره یوه مقدسه دنده نه ده ؟

دعمان لوي مفتي  له دې مخکې هم  په هغو ټولو کسانو کې د اسلام او مقاومت د سپکاویو نیّ لري، سختې نیوکې کړي وې . هغه همداراز په غزې کې د فلسطین د مقاومت دخیرغوښتنې  او له اسرائیلي اوبهرنیو بندیانو سره  ترخوشی کیدا پورې  د اخلاقی چلند ستاینه او قدرونه وکړه او وې وئيل، صهیونیسټانو په مقابل کې فلسطینی بندیان سخت شکنجه او کړولي دي.دا دهغوي خپل فکر او لیدتوګه ده .

https://iqna.ir/fa/news/4186659

 

captcha