ایکنا نیوز د کینیډا نیوز۲۴ له قوله راپور راکړ، دغه پلان د کینیډا د مسلمانو ځوانانو د موسیسې په همت سره او د ددغه هیواد د جوماتونو دلیدو په موخې سره په شبنې او یکشنبې ورځو اجرا کیږي.
دکینیډا دغه اسلامی موسیسه هیله منده ده چې په کینیډا کې له اسلامه د ویرونې له پروسې سره اړونده پيښو له زیاتیدا وروسته ددغه نوښت په وسیله وتوانیږي، ددغه هیواد له نورو نفوسي ټولنو سره تعامل ټينګ کړي.
دکینیډا د مسلمانو ځوانانو د ټولنې ددیني خبرونې د برخې مدیر جاری قدرت په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئیل، تمه کیږي، څه دپاسه شل جوماتونه ؛خپل دوست جومات ته راولئ ؛ په پروګرام کې دګډون کونکو کوربه شي.
هغه زیاته کړه ددغې پيښې یو بل پروګرام د جوماتونو له امامانو سره خبرې اترې او د اسلام په باب په نندارتونونو کې ګډون دی . هغه په دوام کې ددغه پروګرام موخه د اسلام په باب د کینیډائي غیر مسلمانانو ود بلدتیا او ګډون کونکو ترمینځ د خبرواترو دودول دي.
هغه دغه اعلان وکړ، چې دغه اقدام له اسلامه د ویرونې د پروسې د کمیدا په لړ کې د متقابل درک د ښه کولو لپاره د ځينو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب شي چې په غزې کې له جنګه وروسته زیات شوی دی.
په کینیډا کې د یوه جومات امام فرحان اقبال هیله مندي ښودلې ده چې د؛پرانیستی جومات؛ پروګرام د هغو ناسمو تفاهمونو د ختمیدا لپاره یو فرصت شي ، چې نړیوالو شخړو ته د احساسی غبرګونونوله امله کیدلی شي.
هغه دغه راز روښانه کړه ، تمه کیږي ، ډیری غیر مسلمانان په اوتاوا کې له هغه جوماته چې هغه پکې ژوند کوي، کتنه وکړي. د جاری قدرت په وینا د مسلمانانو ځوانانو ټولنې د انټرنیټي فضا له لارې ددغه پروګرام د اجرا لپاره داحتمالی ګډون کونکو په اختیار کې فارمونه ورکوي،څو خپلې نامې ولیکي.