IQNA

اهل بیت ؛د هدایت مشالونه/4

د حضرت امام موسی کاظم(ع)ځوانمردي او مروت دې دټولنې سرمشق وګرځول شي

15:59 - December 28, 2023
د خبر لمبر: 3488487
ایکنا-د باب الحوایج حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د بزرګوارئ،ځوانمردئ او مهربانۍ  او دیندارئ  ځانګړه باید دد ټولنې د وګړو د ژوند سرمشق  وګرځول شي.

ددینی چارو یو کارپیژاند او شناندی یوسف مصطفوي د ایران قرآن خبری آژانس (ایکنا) سره په خبرو کې ووئيل،بابا الحوایج حضرت امام موسی کاظم علیه السلام (هغه څوک چې ورسره توّسل د حاجتونو  د پوره کیدا سبب کیږی.دغه لقب د امام بزرګوار یو لقب دی)،د خدای د صالح بنده(العبد الصالح)د ډيرې بندګي او عبادت په خاطر او د زمانې پر سختیو او دردونو د صبرکولو په خاطر مشهور ؤ. امام بزرګوار په علم ،سرښیندنې،اخلاقي ځانګړتیاؤ،دډیرې صدقې ورکولو،زیات سخاوت او بخښنې ضرب المثل او مثال ؤ او بدغواړي ئې به پخپلې ډيرې زیاتو ښيګڼو او مهربانیو سره تربیّت کول.

حضرت امام موسی کاظم علیه السالم د ټولو تاریخ لیکونکو په تصدیق سره،په ډير زیات زهد او عبادت مشهور ؤ. د جعفری مکتب(د امام جعفرصادق)مکتب خپریدا او هغه اخلاق او تفسیر او کلام چې   حضرت امام جعفرصادق  او له دې مخکې د حضرت امام محمد باقرعلیهم السلام په وخت کې پیل او عملی شوی ؤ.د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په وخت کې هم ددغو دووو امامانو له رودې په پیروۍ سره هماغه شان دوام درلود.څو خلک لا زیات د امامت په مستقیمې لارې او د جعفری مکنتب له حقایقو سره بلد شی او ده ډیوه هماغه شان  راتلونکو ته رڼا ورسوي.

د حضرت امام کاظم علیه السلام یو خصلت او چلندي روده  د اسلامی عزت او خوندیتوب ساتل وو. دغه امام بزرګوار هیڅکله ذلت او خوارئ ته غاړه نه کیښودله ،تر دې چې په عزت سره مرګ ته ئې له ذلته په ډکې زندګۍ ترجیح ورکوله.

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام  دهغې زمانې په موجوده شخصیّتونو کې  دعلم، تقوا او د زهد او عبادت له نظره د خپلې زمانې سرخیل شمیرل کید.

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام  بزرګواري ،ځوانمردي مهرباني او دیندارۍ ځانګړنه باید د ټولنې د وګړو د ژوند د چارو سرخیل شي . باید ددغه امام بزرګوار  شیعیان او پيروکار  دخپل ژوند په هرې برخې کې د هغه بزرګوار   کړنې او ګفتار او خبرې اعمال کړي.  

captcha