ایکنانیوز د رهبرۍ دستر مقام ددفتر له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د پاکستان د ستر دیني عالم او د قرآن د مفسّر حجةالاسلام شیخ محسن نجفي د رحلت په مناسبت چې پرون په حق رسیدلی ، دپاکستان ملت او علمیه حوزو ته تسلیّت وئيلی دی،
دغه پيغام متن په د ې ډول دی .
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
د لوي عالم بزرګوار او خادم خداي بخښلي حجةالاسلام جناب حاج شیخ محسن علی نجفی طاب ثراه د رحلت خبر ډير خپګان او افسوس سبب شو.
زما له خوا ددغه لوي عالم د رحلت په باب د پاکستان عالمان، علمه حوزود هغه مینه والو دوستانو او په تیره بیا د ګلګت بلتستان شیعیانو ته تسلیّت وایم او له خداوندمتعال څخه ددغه لوي عالم د مغفرت او ددرجاتو دلوړاوي او د محترم پاتې کورنۍ ته د صبر او ا جر دعا کوم.
والسلام علیکم و رحمةُ اللهِ و برکاتُه
سیدعلی خامنهای
۲۰ دی ماه ۱۴۰۲
آیت الله محسن علی نجفی ، د پاکستان یو لوي دینی عالم او مفسّر ؤ چې خپلې زده کړې ئې په نجف اشرف او د آیت الله خوئي، او شهید آیت الله محمد باقر الصدر په څيرد استاذانو په محضر کې زده کړي دي. هغه د جامعه اهل بیت او جامعةالکوثر علمي حوزو موسیس او په پاکستان کې د اهل بیت علیهم السلام د مجمع دعالی شورا م شر او د اسوه تعلیمي سسټة او په دغه هیواد کې د څو خصوصي پوهنځیو او په تیره بیا د الکوثر پوهنتون بنسټګر ؤ .
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.