IQNA

د انډونیشیا د نوی پلازمینې د لومړني جومات د جوړیدا کار پیل شو

13:20 - January 20, 2024
د خبر لمبر: 3488594
ایکنا- د انډونیشیا ولسمشر ددغه هیواد دنوي پلازمینې نوسانتارا ښار دلومړنی جومات دجوړونې چارې پر مځکه ووهله  او هیله ئې وښودله چې دغه جومات د نړۍ دنورو جوماتونو لپاره یو مثال شي او د انډونیشیا ځانګړنې نندارې ته وړاندې کړي.

ایکنا نیوز د عرب نیوز له قوله راپور راکړ،دانډونیشیا د نوی پلازمینې نوسانترا  ښار کې د لومړني حکومتي جومات د چرئ وهنې دوستورې د انډونیشیا د ولسمشر حوکو ویدډوډو په شتون  سره ترسره شوې.

د انډونیشیا حکومت دغه نوي ښار ته د پلازمینې په منتقلولو بوخت دی چې په جاوه ټاپو کې د ډیرې آبادۍ لرونکې جکارته په ځاي  د پلازمینې په توګه په نظر کې نیول شوی دی. دغه ۳۲میلیارډالري پروژه تر ۲۰۴۵ کال بورې بشپړیږی.

په ۲۰۲۴کال کې ددغه ښار د جوړیدا د لومړنی فیز په بشپړتیا سره په نوسانتارا ښار کې دغه جومات پشمول مختلفې ودانۍ ددغه هیواد ولسمشر ویډوډو افتتاح کړې .

په دغو یولړ دستورو کې د انډونیشیا ولسمشر  ووئیل، دغه جومات به په یوې داسې ټولګې کې جوړ شی چې په نهایت کې ئې  نور عبادتي ځایونه هم لري ،ځکه حکومت به په دغې ټولګې یا کمپلیکس کې کلیساګانې ، درمسالونه ،بوداائي،هندو او چیني عبادت ځایونه هم جوړ کړي.

 هغه د چرئ وهنې په دغودستورو کې  ووئيل، ددغه جومت د جوړیدا لګښت  کابو ۹۴۰میلیارډ انډونزي روپئ  چې ۶۲ میلیارډ ډالر کیږي، په نظر کې نیول شوی دی.او هیله مند یم چې دغه جومات د مونږ دایمان  وا تقوا د زیاتولو لپاره د یوې فضا په توګه  او دانډونیشیا د ډولوالي ښودونکی شي.

 هغه ووئيل،  زه غواړم  دغه جومات د نړس دنورو جوماتونو لپاره یو مثال شياو دانډونیشیا ځانګړنې نندارې ته وړاندې کړي.

په نوسانتارا ښار کې ددغه حکومتي جومات  نقشه د بالی یوه اوسیدونکي مجسمه جوړونکي نیومان توارتا په وسیله د ویدودو په غوښتې سره پلان کړې ده . هغه دانډونیشیا یو ترټولو مشهور مجسمه جوړونکی او په بالی کې ددغه هیواد د ترټولو لوړې مجسمې  پنځونکی دی . دغه ۷۲کلن پلان  همداراز د نوی حکومتي مانۍ پشمول په نوسانتارا ښار کې د نورو اصلي ودانیو پلانونکی هم دی .

په دغو دستورو کې د انډونیشیا د مذهبی چارو وزیر یاقوت چولیل قوماس  هم ووئيل، دغه پيښه د یوه داسې جومات دپيلیدا په معنا ده چې د ۲۲۳۱۷ لمونځ ګوزارو ظرفیّت به ولري  او په نهایت کط به دغه ظرفیّت یو شپیته زره  او څلور سوو کسانو ته زیات شيږ

https://iqna.ir/fa/news/4194620

captcha