IQNA

الهي نظارت او د ځآن کنټرولولو زیاتیدا

12:18 - February 01, 2024
د خبر لمبر: 3488657
ایکنا- د خداوندمتعال او فرښتو پر څو سطحي  څارنې د انسان پوهاوی  او د خپل چلند،خبرو اونیتونو  دقیقې ثبتیدا سره د ځان د کنټرولولو  د پیاوړتیا  او د انسان په باطن کې  د شتون  او شرم  حس د رمینځةکیدا سبب کیدلی شي.
الهي نظارت او د ځآن کنټرولولو زیاتیدا

په قرآن کریم کې ډيرې اسلامی باؤرونه  د ځان د کنټرولولو د پياوړتیا سبب کیږي، چې په هغو کې  الهی  څارنه اونظارت شامل دی. قرآن کریم فرمائي ؛ آیا  دا چې انسان  د خداوندمتعال په محضر کې دی او خداي د خپلو اعمالو پر حقیقت ناضر او څارونکی ګني ،لامل نه کیږي څو هغه  لهګناه او ددین له دروغ بللو لاس واخلي؛ أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى؛  مګر نه پوهید  چې خدای تعالی (د هغه ټول کارونه)په چورلټ ډول ګوري؟ (علق: 14).

 الهی څارنه  خاص ځانګړنې لري؛  لومړۍ په دغې څارنې کې  د انسان د ژوند ټول اړخونه شاملیږي : وَکانَ اللَّهُ عَلَى کلِّ شَيْءٍ رَقِيبًا؛  او خدای په هرڅه (پر ټولو حدودو)نګهبان او ساتونکی دی؛ (احزاب: 52)؛ دوهم  له هیڅ واړه او لوی عمل باندې سترګې نه پټيږي ،هماغه شان چې مجرمان د قیامت په ورځ په ویرې  او حیرانتیا سره وائي ،؛  يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا؛  پر  مونږ دې وائ وي ،دا څنګه کتاب دی چې  دیو وړوکی اولوی عمل ئې هم نه دی پریښودلی،مګر دا چې  حساب کړی ئې دی. (کهف: 49).  

ثانیا، پر الهی څارنې سربیره ، لوئې فرښتې  هم د بندګانو د عملونو د ثبتیدا او ریکارډ کولو مسئولیّت  لري. وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ كِرَامًا كَاتِبِينَ يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ؛ او بې شکه پرتاسو ساتونکي ګمارل شوي دی.داسې لوي لیکونکي چې  هغه  څه چې ( ښه او بد کارونه )ترسره کوئ ،پرې پوهیږي او ثبت کوي ئې ::

(انفطار: 10-۱۲). پر دغې څو سطحي  څارنې پوهیدا  او  دبندګانو پر عملونو  د پوهو او لویو فرښتو ملګرتیا او شتون ، د  انسان په باطن کې د شتون اوشرم د حس  او د ځان دکنټرولولو دپیاوړتیا د رمینځةکیدا سبب کیدلی شي.

څلورمه ځانګړنه دا ده چې  انسان  د عمل اصل او دهغه حقیقي ماهیّت  په کامل  ډول د قیامت په ورځ مشاهده کوي.

يَوْمَ تَجِدُ کلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا؛ یوه ورځ  هرڅوک هغه څه چې په نیکو کارونو سره ئې ترسره کړي، حاضر ئې ویني : (آل‌عمران: 30). ددغه شان حساب کتابدرک  ددینا له قواعدو سره په پرتله کې په دومره آسانۍ سره د فهم وړ نه دي ،خو دآخرت قواعدو ته په پآم سره ، انسان  هلته  دخپلو عملونو په حقیقي ځلا  او رابرسیره کیدا سره  مخامخ کیږي.

 پر دې اساس د دنیا او آخرت په اړه  د انسان دغه شان فکر، د هغه د نفس یا ځان دکنټرولولو د پیاوړتیا سبب کیږي.که انسان په دې فکر وکړي چې په آخرت کې  دهغه ابدی ژوند  او  برخلیک په دغې دنیا کې د هغه د ژوند له څرنګوالی سره  اړوندوالی لري، نو د ژوند په ټولو شیبو کې به د خپل  دچلند د جزیاتو او د هغه څه چې هغه ئې ترسره کوي،خیال به ئې ساتي ،ځکه چې  ددنیا د ډيرې کمو شیانو په وړاندې  د ابدیّت  او آخرت  په وړاندې لري. قُلْ مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ لِمَنِ اتَّقَى؛ ددنیا د ژوند سرمایه ،هیڅ ده  او آخرت ژوند د هغه چا لپاره  چې پرهیزګاره وی ،لاښه دی  (نساء: 77).

captcha