IQNA

له قرآن سره د انس محفل د افغانستانی قاریانو په تلاؤت سره ترسره کیږي

7:02 - February 14, 2024
د خبر لمبر: 3488716
ایکنا- د  ایران د تهران ولایت د پيشوا افغان کډوالو د ځانګړي سید الشهداء(ع) حسینیې د پلاوي او د پيشوا ولسوالۍ د خاتم الانبیاء دارالقرآن له خوا د شعبانیه اخترونو په مناسبت  له قران کریم سره دانس محفل ترسره کیږي.

ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران دپیشوا  ولسوالۍ له خوا د افغانستان دنړی الو قاریانو  په تلاؤت سره او د سید الشهداء امامباړې د پلاوي او د پیشوا ولسوالۍ د خاتم الانبیاء د دارالقرآن له خوا د د شعبانیه نیکمرغه اخترونو  په مناسبت له قرآن کریم سره دانس محفل ترسره کیږي.

دغه قرآني محفل د افغانستان د نړیوالو قاريانو شیخ عبدالکبیر حیدري ، سید سبحان حسینی  او رضا خاوري په  تلاؤت او د طاهر کریمي په اجرا سره  ترسره کیږي.

ددغه محفل  پیل  د افغانستان د یوه ځوان  قاري محمد جعفری خاوري  او محمد صالح جعفري  په  تلاؤت سره  ده . په دغه قرآني محفل کې د مینه والو لپاره شتون آزاد دی .

ټاکل شوې ده د شعبانیه نیکمرغه اخترونو  قرآني محفل  د سلواغې دمیاشتې په ۲۸ نیټه له ماښام اوو بجو څخه د پیشوا  افغان مهاجروپه  سید الشهدا  حسینیې کې ترسره کیږي، پیشوا سید الشهدا حسینیه ،د ایران د تهران ولایت  د  پيشوا ولسوالۍ ، خیابان فلسطین  او کوچه ورزش  کې واقع ده    

برگزاری محفل انس با قرآن کریم با تلاوت قاریان افغانستانی

https://iqna.ir/fa/news/4199666

captcha