ایکنا نیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د پاکستان په پنجاب صوبې کې یو شمیر کسانو یوه پلي تلونکي ښځه د هغه قمیص یا خَت د اغوستو په دلیل چې په عربي ژبه ورباندې د ؛حلوه؛ (ښکلی ) کلمه لیکلې وه ، حمله وکړه او وې وهله.
دوي د خپل دغه تیري دلیل داسې اعلان کړی چې د هغې ښځې پر قمیص د قرآن کریم آیتونه لیکلي دي او دا د مقدس کتاب سپکاوی شوی دی.دوي ددغې وهنې دلیل دا وړاندې کوي، چې دا کلمه د قرآن یوه کلمه ده او په نتیجې کې ئې د اسلام ددین او قرآن کریم بې حرمتي اوسپکاوی شوی دی.
ددغې پيښې ویډیو په سوشل میډیا کې خپره شوې او ښئ چې پاکستانۍ ښځې چې ډیره ویریدلې ، د یوه ریستوران په کونج کې وحشت وهلي ناسته او خپل مخ ئې په لاسونو سره پټ کړی دی.
په همدې ارتباط د پاکستان یو شمیر دیني عالمانو په دې اړه ټينګار کړی دی چې پر دغه قمیص د ؛حلوه؛ عربی کلمه لیکل شوې ده او دا د قرآن کریم کوم آیت نه دی ، پولیسو له دغو عالمانو غوښتي دي چې د خپل یوه ویډیوئي کلیپ په جوړولو سره دې خلکو ته ووائي چې دغه ښځه بې ګناه ده.
په پاکستان کې د مقدساتو دسپکاوي قوانین په وروستیو لسیزو کې په بدلیدا دي . په ۱۹۷۲کال کې د مسلمانانو د ټولنې په دباؤ سره د اساسی قانون ۲۹۵(الف) برخې د نفرت خورونکو څرګندونو قانون تصویب شو. ددغه قانون په اساس ، دبنسټګرو یا د دیني ټولنې هر یوه رهبر سپکاوی ، جنائي جرم پيژندل کیږي.په ۱۹۴۷ کال کې دپاکستان هیواد له جوړیدا وروسته د پاکستان د سزاګانو قانون ته د مقدساتو له سپکاویو سره د مبارزې په باب څو قانونونه ورزیات شول .
۱۹۸۰کال څخه تر ۱۹۸۶کال پورې د پاکستان پوځي حکومت دمقدساتو د سپکاویو قوانین اصلاح کړل څو نور ئې هم سخت کړي او د قوانینو د لازیات اسلامی کولو په موخې سره او د احمدیه لږکي د اسلامي څیرې په نفي کولو سره ئې نوي مادې ورزیاتې کړې.د ۱۹۸۷ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې په مودې کې د مقدساتو په سپکاویو څه دپاسه ۱۵۰۰کسان تورن او په دغو تورونو کې لږترلږه ۷۵ کسان ووژل شول .
همداراز د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې د پاکستان ولسی جرګې په دغه هیواد کې د مقدساتو له سپکاویو سره د اړونده قوانینو له سختولو سره موافقه وکړه چې دا چاره د ځينو لږکیو د اندیښنې وړ وګرځيده. لږکي په دې ویریدل چې نوي قوانین د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ او د مذهبی لږکیو باندې د لازیاتو دباؤنو سبب کیږي.
د مسلمانو لږکیو سپکاوي ، یوازې دین ته نه محدودیږي، بلکې د نړیوالو مسئلو تر اغیزو لاندې ورځي او په درستې نړۍ کې مسلمان لږکي ددغې سپیرې بلا له امله کړؤل کیږي.