ایکنانیوز راپور راکړ په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام سپيڅلی حرم د قدر په دوهمه شپه چې ددغه امام بزرګوار دشهادت له شپې سره برابره وه، له درست عراق او دنړۍ له نورو هیوادونو په میلیونونو زیارتوالو په دغه مقدس حرم کې د ولایت او امامت له لومړي مشال سره یو ځل بیا بیعت نوی کړ او دهغه بزرګوار د شهادت د کلیزې په شپه ېې ویر او ماتم وکړ.
په راپورونو کې وئيل شوي دي،د ایران ،پاکستان ،هندوستان، لبنان ،بحرین،افغانستان، عربستان پشمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په دې مناسبت دستورې ترسره شوي دي او داهل بیت علیهم السلام مینه والو خپله مینه او پرتم نندارې ته وړاندې کړی، او د روژې په مبارکې میاشتې کې ئې د قدر په دوهمه شپه خپل پروردګار سره راز او نیاز کې شپې تر سهار پورې دعاګانې او عبادتونه کړي دي.
ایکنانیوز په دې مناسبت په نجف اشرف کې د علوي سپيڅلي حرم د دستورو په مناسبت یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.