ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ،د افغانستان له طالبانو سره نزدې یوې رسندوئې راپور ورکړی دی ، د افغانستان د طالبانو دحکومت امنیتی ځواک په نیمروز ولایت کې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه تاجیک وکړي نیولي دي.العالم چینل په راپور کې وئيلي دي ، د داعش نیول شوي وګړي وائي د تاجیکستان ښاریز دي او هغه مهال چې په روسیې کې ئې ژوند کاوه ،دغې ډلې ته بلل شوي وو.
ددغه راپور په اساس دغه دوه داعشیان وائي ، هغه مهال چې غوښتل ئې ددیني اوپوځي زړده کړو لپاره د پاکستان کویټه ښار ته لاړ شي، طالبانو ونیول
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان او ایران په پولو کې چې له افغانستان سره ئې هم پولې شریکې دي ، په همداوروستیو دوو اونیو کې یو شمیر ترهه ګرې پيښې شوي دي چې په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي دي . له دې سره سم د افغانستان د طالبانو لوړپوړو چاروکو په کرتو وئيلي دي، چې په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې دلې هیڅ وجود نشته او دهغوي مرکزونه ئې ویجاړ کړي دي.