IQNA

د ملایشیا د قرآنی هنرونو په جشنوارې کې د پيغمبراکرم(ص) دترټولو لوئې موسوعه (دایرةالعمارف) مخ کتنه وشوه

7:10 - January 21, 2023
د خبر لمبر: 3486776
ایکنا-(تهران)د پيغمبر اکرم (ص)د ترټولو لوئې موسوعه (دایرةالعمارف) مخ کتنه پرون سهار د ملایشیا په پوتراجایا کې د رستو قرآني هنرونو د نړیوالې جشنوارې په نندارتون کې ترسره شوه.

ملایشیا ته د ایکنالیږل شوي خبریال راپور راکړ،د اسلام د ګران پیغمبر(ص)د موسوعه(دایرةالمعارف) افتتاحي دستورې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر پشمول د یوشمیر چارواکو په شتون سره ترسره شوې.

دغه لس ورځنۍ جشنواره مختلفې برخې لري چې په هغو کې له پيغمبر اکرم(ص) او اصحابو سره د اړونده لرغونو آثارو ننداره،د کعبې د پرَدې ننداره ،د رستو فاؤنډيشن ننداره او په نړۍ کې د سیبرت دترټولو ستر کتاب ننداره شامله ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې د مسئول په خبره،دغه مصحف اته میټره او شپیته سنټي میټر اوږد،پنځه میټره پلَن،یوزره پنځه سوه کلوګرام دروند او څلور سوه نهه ویشت پاڼې لري.

د ملایشیا د قرآن نړیواله جشنواره د رستو فاؤنډینش پشمول او د په دغه هیواد کې د ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا او د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې په زیار سره او د ملایشیا د یوشمیر اورګانونو په همت،منظمه او برابره شوې ده  او تر لسو روځو پورې به یعني د  سلواغې دمیاشتې تر نهمې نیټې پورې پورې د عامو خلکو په تیره پیا د ماشومانو او کورنیو نندارې ته وړاندې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4115887/%D 

captcha