IQNA

په نیواکي قدس کې په شهادت غواړو عملیاتو کې اته صهیونیسټان هلاک شول

6:40 - January 28, 2023
د خبر لمبر: 3486809
ایکنا-(تهران)په نیواکي بیت المقدس کې په یعقوب سیمې کې په ډزو کې لږترلږه اته صهیونیسټان هلاک او دیارس نور نو ټپیان شوي چې ځيني پکې مرګي حاله دي.

ایکناخبری آژانس دالجزیره له قوله راپور راکړ،صهیونیسټي رسندویو په راپور کې وئيلي دي ،په نیواکي قدس کې په ډزو کې لږترلږه اته صهیونیسټان هلکا شوي او دغه راز دیارلس نور هم ټپیان شوي  چې  وئيل کیږي،ځیني په کې مرګي حاله دي.

په دغې حملې پسې په لسګونو صهیونیسټي پوّځيان په دغې سیمې کې دیره شوي  او د حمله کونکو لټول ئې پیل کړي دي.

پرون ناوخته په دغو ډزو پسې د Magen David Adom  ایمرجنسي ادارې په یوې خبرتیا کې ووئيل،په ټپیانو کې د لسو صهیونیسټانو حالت خطرناک دی.

دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم ددغو شهادت غواړو عملیاتو په غبرګون کې ووئيل، دغه اتلوال عملیات د جنین د شهیدانو غچ اخستل دي.

په راپور کې وئيل شوي دي دغه شهادت غواړي عملیات په داسې شرائطو کې شوي چې وحشي صهیونیسټي پوځیانو له پنجشنبې ورځې راهسې پر جنین  کیمپ یرغل کړی چې د فلسطینیو مبارزونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي .

د ؛کان؛نومې صهیونیسټي چینل پوځي خبریال  په یوه راپور کې ووئيل، په جنین کې غیر عادي عملیات روان دي او د شابک ځواک سرغنې ئې مستقیما هدایتوي.

ځینو صهیونیسټي سرچینو هم ادعا کړې ده ،د هغو پراخو عملیاتو موخه چې له پنجشنې سهار راهسې په جنین کې پیلشوي ،د اسلامی جهاد غورخنګ د درو مشرانو نیول وو.په جنین باندې د وحشي صهیونیسټانو په دغو څاروي ډوله عملیاتو کې لس فلسطینیان شهیدان او شل نور ټپیان شوي دي .

په جنین کې د صهیونیسټانو دغه څاروي ډوله عملیات د اسلامی هیوادونو او د مقاومت د  ډلو له پراخو محکومیّتونو سره مخ شوي او مقاومتي ډلو هوډ کړی چې ددغو عملیاتو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4117627/%DA%

captcha