IQNA

د اسلامی هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو د قرآن دسپکاویو په مقابل کې د فوری اقدام غوښته وکړه

6:55 - February 01, 2023
د خبر لمبر: 3486838
ایکنا-(تهران)د اسلامی هیوادونو دپارلیمانونو مشرانو د الجزایر د ناستې په پایزې اعلامیې کې د غزې تړانګې د کلابندۍ د لغوه کیدا ، فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیستي رژيم د ښارګوټود جوړړولو ددریدا او دغه راز د فلسطنیانو په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټي عسکرو دجنایتونو دختمیداپه ضرورت ټينګار  کړی دی. ګډونکونکو همداراز د فلسطین له آرمان ،قدس او دفلسطینیانو د حقوقو له پوره کیدا پخپل  ملاتړ ټينګار کړی دی .

ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ،د اسلامی هیوادونو د پارلیمانونو  مشرانوپه الجزایر کې  د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اولسمې ناستې  په پایزې اعلامیې کې  د فلسطینیانو په شد د  صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او حملو پر سملاسي دریدا ټينګار کړی دی .

په دغې ناستې کې  چې له تیرو څو ورځو راهسې روانه وه پرون ناوخته پاي ته رسیدلي ،د فلسطین  موضوع په سر کې وه او په دې اړه ئې ځیني کمیټې  هم  جوړې کړي چې باید په دې اړه له درستو نړیوالو اورګانونو او  نورو هیوادونو سره اړیکې ولرل شي.

په دغې ناستې کې د اولسو اسلامی  هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو او د ۵۴هیوادونو د پارلیمانونو استازو ګډون وکړ.

 د اسلامی هیوادونو دپارلیمانونو مشرانو په خپلې پایزې اعلامیې کې د غزې تړانګې د کلابندۍ د لغوه کیدا ، فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیستي رژيم د ښارګوټود جوړړولو ددریدا او دغه راز د فلسطنیانو په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټي عسکرو دجنایتونو دختمیداپه ضرورت ټينګار  کړی دی. ګډونکونکو همداراز د فلسطین له آرمان ،قدس او دفلسطینیانو د حقوقو له پوره کیدا پخپل  ملاتړ ټينګار کړی دی .

په دغې اعلامیې کې همداراز په اروپائي هیوادونو کې دقران کریم سپکاوي هم محکوم شوي  او  ددغه ډول لمسونکو اقدماتو  ته د ځواب ورکولو لپاره د ضروري اقداماتو ددغوره کولو غوښته هم شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4118650/%D

captcha