IQNA

قرآنی سورې/98

د قرآن له نظره ترټولو بد موجودات څه دي؟

6:45 - July 23, 2023
د خبر لمبر: 3487670
ایکنا-(تهران)قرآن کریم  انسانان او د مختلفې انساني ډلې ټپلې د هغوی د کړچار او چلندونو په اساس ارزوي اوویشی ئې . په هغو کې یو ویش،   داسې ډله  ده چې د  دحق د خبرو په وړاندې مقاومت  او ضد کوي.

د قرآن  کریم اته نویمه سوره؛بینه؛ نومیږي.دغه سوره په اتو آیتونو سره دقرآن کریم په دیرشمې سورې کې واقع ده . ؛بینه؛  چې یوه مدني سوره ده،د ترتیب په بڼه کې سلمه سوره ده چې پر پیغمبراکرم(ص) نازله شوې ده.

 بینه د ؛ښکارهدلیل  په معنا ده  چې ددغې سورې په  لومړي او څلورم آیت کې راغلې ده.

علامه طباطبائي  د  الهي سنت په اساس ، عمومی هدایت ،د پيغمبر اکرم (ص) د رسالت عمومی شونه د سورې موخه ګڼي. هغه همداراز په الهي فرمانونو باندې اعتقاد او خالص عبادت  چې پيغمبر اکرم (ص) ئې بلنه ورکړې ،هماغه دین ګڼي چې دانساني ټولنې د ګټوساتونکی دی.

بینه سوره  د پيغمبراکرم (ص)  د اسلام اورسالت په سمې مننې کې داهل کتابو دښمني ،ځِل  اوپه ځنډ سره باؤر ګڼي  او دوي  اومشرکان ترټولو بد موجوداتبولي چې  سزا ئې جهنم دی. له بل پلوه مومنانو او نیکو کسانو ته تل پاتې جنت ته د واریدیدا ځيری ورکوي.

بینّه سوره  د  اسلام دګران پيغمبر(ص) نړیوال رسالت ته اشاره کوي و دا له روښانه دلیلونو اونښونښانوسره یوځاي ګڼي.دغې سورې  دوې فقهي مسئلې ،یعني د لمانځه ادا کول او زکوات ورکول بیان کړي دي.

اهل کتاب او مشرکانو  له اسلامه مخکې ادعا کوله چې خپل دین نه پریږي ،تر  هغه وخته چې  یو پيغمبر او روښانه دلیل د خداي رانشي چې په پياوړي اومحکم مطلبونو اوموضوعګانو سره   پاک کتابونه  ولوستل شي؛خو د اسلام له ظهوره او د خداي د پيغمبر له راتلو  وروسته له اختلافاتو سره لاس او ګریوان شول  او له  خپلو خبرو بیرته وګرځیدل  او  له یو کم شمیر پرته ،نور مقابلې او  جنګ ته راپورته شول ،په داسې حال کې چې  داسلام دین خلک د پروردګار  خالص عبادت ، له شرکه لیریکیدا،د لمانځه قایمولو او زکوات ورکولو ته چې  د ټولوالهي دینونو ثابت اصول دي ،فرمان ورکړی ؤ.

همداراز په دغې سورې کې ،دمومنانو او کافرانو دوو ډلو جایزې ته هم اشاره کوي، چې کافران د ترټولو بدوموجوداتو په توګه معرفي شوي  اوهمیشنی ځائيګی ئې جهنم دی. په مقابل کې مومنان دي چې ترټولو ښه موجودات معرفي کیږي او ددوي جایزه تل پاتې جنت دی. هم خدای له دوي څخه خوشال دی او هم د وي له خدایه خوشال دي.

 

captcha