iqna

IQNA

بچوې
کافران
ایکنا - مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِینَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْکُفَّارِ رُحَمَاءُ بَیْنَهُمْ؛
د خبر لمبر: 3489069    خپرونې تاریخ : 2024/04/18

 د قرآڼ جغرافیائي پيښې /2
ایکنا- د حضرت نوح (ع) کیسه د قرآڼ د یوې مشهورې کیسې په توګه شمیرل کیږي.داسې چې خداوندمتعال  د نوح او دهغه د قوم په نامې یوه سوره هم مخصوصه  کړې ده. حضرت نوح دخپل رسالت په پړاؤ کې له داسې ډيرو پيښو سره مخ ؤ چې د پيغمبر زر کلن عمر ته په پآم سره له ډيرې جغرافیا پورې لمن پراخه وه.
د خبر لمبر: 3488421    خپرونې تاریخ : 2023/12/14

قرآن څه شئ دی؟/39
ایکنا-(تهران) جنات چې د خداوندمتعال یو پنځول شوی مخلوق دی ، قرآن کریم ته دغږو کیښودو په وخت ددغه کتاب څو ځانګړنې بیانوی. دغه ځانګړنې څه دی او کومو ټکو ته اشاره کوي؟.
د خبر لمبر: 3488302    خپرونې تاریخ : 2023/11/21

د نبیانو تربیتي روده؛ موسی (ع)/۲۹
ایکنا-(تهران) نن سبا د ټيکنالوجۍ له ودې او ډیرو زیاتو اطلاعاتو ته د خلکو په رسیدا سره ،د نادانۍ په لور ټتوله لاړې تړل شوي دي.په عین حال کې دنړۍ په مختلفو سیمو کې لیدل کیږي ځینني ځلک په یو لړ خرافاتو باندې په استناد سره چې د نادانۍ له امله دي ،ځيني ځيږ او ناسم کارونه کوي. له خرافاتو سره مبارزې او په ټولنې کې د نادانۍ د جرړو اوچولو د پيغمبرانو په سیرت کې مناسب عکس العملونه درلودلي دي.
د خبر لمبر: 3487980    خپرونې تاریخ : 2023/09/20

د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/۲۸
ایکنا-(تهران) حضرت موسی ووئيل؛واي پرتاسو!پر خداي دروغ مه تړئ،چې تاسو به په یو لوي عذاب سره نابود کړي! او هر هغه څوک چې (پر خداي ) دروغ وتړي،ناامید او ماته خوړونکی به وي::
د خبر لمبر: 3487938    خپرونې تاریخ : 2023/09/11

د قرآن سورتونه/ 109
ایکنا – (تهران) د قرآنکریم په یوه آیت کې خدای تعالی د اسلام پیغمبر (ص) ته امر کوي چې له کفارو څخه وغواړي چې خپل دین ولري. ځینې ​​په دې باور دي چې دا آیت له دیني کثرت ګرايي سره د اسلام د موافقې ثبوت دی.
د خبر لمبر: 3487871    خپرونې تاریخ : 2023/08/29

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/15
ایکنا- (تهران) په اصل کې، یو سړی نشي کولای له ټولو خلکو سره ښه او دوستانه اړیکه ولري. هر سړی چې هر څومره هم ښه وي، بیا هم دښمن پیدا کوي. له همدې امله، د انسانانو ترمنځ په اړیکو کې دوه ځانګړتیاوې شتون لري: مینه او نفرت. له خلکو سره د مینې کولو لپاره زموږ معیارونه باید څه وي او موږ باید له چا څخه ډډه وکړو؟
د خبر لمبر: 3487678    خپرونې تاریخ : 2023/07/24

قرآنی سورې/98
ایکنا-(تهران)قرآن کریم  انسانان او د مختلفې انساني ډلې ټپلې د هغوی د کړچار او چلندونو په اساس ارزوي اوویشی ئې . په هغو کې یو ویش،   داسې ډله  ده چې د  دحق د خبرو په وړاندې مقاومت  او ضد کوي.
د خبر لمبر: 3487670    خپرونې تاریخ : 2023/07/23

د پيغعبرانو روزنیزه روده؛ابراهیم(ع)/12
ایکنا-(تهران) حضرت ابراهیم علیه السلام د یوه الهی نبي په توګه  له یوې خاصې روزنیزې رودې څخه استفاده کړې ده چې  اصل ئې  د هغوغیراخلاقي چلندونو په اپوټه په عمل کونې کې دی چې د انسان لپاره عادت شوی دی.
د خبر لمبر: 3487609    خپرونې تاریخ : 2023/07/11

د نبیانو تربیتي سیرت ، ابراهیم (ع)/6
ایکنا-(تهران) هر انسان له ګناه سره مخامخ کیږي. خدا وندمتعال د دینونو له لارې د توبې او مغفرت غوښتنې سپارښتنه کړې ده څو ګناهانې جبران شي. خو همدغه توبه یو ډول داسې تربیتي روده ده چې مختلفو اړخونو ته ئې پام کول  جالب دي.  
د خبر لمبر: 3487491    خپرونې تاریخ : 2023/06/19

قرآني سورې/83
ایکنا-(تهران) پّ اسلامی قوانینو او مسلمانو ټولنو کې ،داقتصادي فعالیتونو او اقتصادی فعالانو لپاره خاص قوانین وضع شوي دي. د کم خرڅونې یا پلورنې په څير ځينی اقتصادي خلاف کارونو لپاره  ځيني سزاګانې په نظر کې نیول شوي دي .دغه سزاګانې یواې دغې دنیا  سره اړونده نه دي ،اوخدای تعالی کم پلورونکو خبرداری ورکړی دی چې دآخرت په ورځ به هم سزا شي.
د خبر لمبر: 3487455    خپرونې تاریخ : 2023/06/11

قرآني سورې/82
ایکنا-(تهران)  انسان  ډير زیات امکانات لري هغه که په طبعیي توګه په اختیار کې لري او که  هغه امکانات چې ئې ترلاسه کوي ئې . دا ټول امکانات دخداي تعالی له خوا دي ،البته کله انسان په داسې شرائطو سره مخ کیږي ، چې کله هر څه برابر ووینی، نو بیا د خداوندمتعال ستاینه او شکر کول هیروي.
د خبر لمبر: 3487438    خپرونې تاریخ : 2023/06/07

قرآن څه وائي/53
ایکنا-(تهران)په ژوند کې تل ناکامئ وي او ترڅنګ ئې ځینی بریالیتوبونه هم موجود وي. یوا داسې پوښتنه چې د ناکامیو په وخت د مونږ په ذهن کې  ګرځي ، دا ده چې ولې مونږ  ماته وخوړله ؟ ولې بریالي نه شوو؟ او  ددغو پوښتنو په افق کې  له خپګان او سټریس سره مخ کیږو.
د خبر لمبر: 3487411    خپرونې تاریخ : 2023/05/30

قرآني سورې /80
ایکنا-(تهران) له مرګه وروسته د ژوند  او د قیامت د ورځ په باب ډير روایتونه او خبرې بیان شوي دی چې هرې یوې د قیامت  د ورځ تصویر انځور  کړی دی،البته یو ترټولو حیرانونکی او عجیبه انځور په عبس سورې کې لیدلی شو، هغه ځای چې ښئ انسانان په  هغه ورځ له یوه بله  تښتي.
د خبر لمبر: 3487407    خپرونې تاریخ : 2023/05/29

قرآن څه وائي /52
ایکنا-(تهران) قرآن کریم دحقایقو د درک لپاره له تیرو خلکو سره  د حاضر نسل فکری او کلتوری پیوند ضروری ګڼي،ځکه  ددغو دوو زمانو (یعنی د تیر وخت او اوس مهال) سره ارتباط او غوټه خوړل ،د راتلونکو مسئولیت او دندې روښانه کوي.
د خبر لمبر: 3487400    خپرونې تاریخ : 2023/05/28

قرآني سورې/70
ایکنا-(تهران)  دخداوندمتعال عذاب او رټل  له هر هغه څه لا زیات نزدې دي چې دخداي منکران ئې فکر کوي  او دا عذاب حمي او راتلونکی دی او هیڅ شی ئې مخه نشي نیولی.
د خبر لمبر: 3487174    خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران) د پاکستان تکړه دیني عالم او د دینی چارو کارپوه ډاکټر غیور حسین غالب له ایکنا خبری آژانس سره په مرکې کې ووئيل، نړۍ د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی ظهور ته ډيره تږي ده خو دا ظهور به کله کیږي،له دې موضوع هیڅوک خبر نه دي ،حتی امام مهدي علیه السلام پخپله هم فرمائي چې لکه څنګه  چې  د ظهور منتظران  د ما په انتظار کې دي ،همدغه شان زه هم دخدا وندمتعال د فرمان په انتظار کې یم .
د خبر لمبر: 3487055    خپرونې تاریخ : 2023/03/18

 قرآني سورې/68
ایکنا- قلم او هغه څه چې لیکل کوي،هغه نعمتونه دي چې دخداوندمتعال له خوا داانسانانو په اختیار کې ورکړل شوي دي، داسې نعمتونه چې په قرآن کریم کې ورباندې ئې قسم خوړلی څو دهغه اهمیّت مشخص شي.
د خبر لمبر: 3487037    خپرونې تاریخ : 2023/03/15

قرآني سورې/60
ایکنا-(تهران) د دین دښمنان تل  د دین او دیندارو په له مینځه تللو پسې دي؛کله د جنګ او زور او ظلم له پلوه استفاده کوي او کله  هم ددوستۍ لاس اوږدوي او هڅه کوي له دې لارې مومنان منحرف کړي.
د خبر لمبر: 3486862    خپرونې تاریخ : 2023/02/06

قرآن څه وائي/45
ایکنا-(تهران) داسې مختلفیې لیدتوګې شته چې په انسانانو کې د ؛دین ؛په توګه مطرح شوي او یو شمیر پیرو کار لري. ددې په باب چې کوم دین حق دی ،مختلف مطلبونه مطرح شوي چې د قرآن له نظره دغه موضوع د توجه وړ ده.
د خبر لمبر: 3486789    خپرونې تاریخ : 2023/01/23