IQNA

 د قرآڼ جغرافیائي پيښې /2

د نوح دقوم د هستوګنې ځاي

7:47 - December 14, 2023
د خبر لمبر: 3488421
ایکنا- د حضرت نوح (ع) کیسه د قرآڼ د یوې مشهورې کیسې په توګه شمیرل کیږي.داسې چې خداوندمتعال  د نوح او دهغه د قوم په نامې یوه سوره هم مخصوصه  کړې ده. حضرت نوح دخپل رسالت په پړاؤ کې له داسې ډيرو پيښو سره مخ ؤ چې د پيغمبر زر کلن عمر ته په پآم سره له ډيرې جغرافیا پورې لمن پراخه وه.

د نوح دقوم د هستوګنې ځاي«إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِيَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى  إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاءَ لَا يُؤَخَّرُ لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ» 

؛مونږ نوح د هغه د قوم وآخوا ته ولیږلو او ومو وئيل خپل قوم وآزمویه  له دې مخکې چې پر دوي دردناک عذاب نازل شي. نوح ووئيل، ائ قومه ! زه دتاسو لپاره یو ښکاره خبرداری درکؤنکی یم ، چې د خداي عبادت وکړئ او له هغه سره مخالفت  مه کوئ او د ما اطاعات وکړئ! که داسې وکړئ نو ستاسو ګناهانې بخښل کیږي او تر یوه ټاکلي وخت پورې درته عمر درکوي،ځکه کله چې  الهي اجل راورسیږي، نو بیابه هیڅ ځنډ ونشي .که تاسو پوهیږئ (نوح: 1الی 4)

حضرت نوح علیه السالم له حضرت شیس اوادریس علیهم السلام څخه وروسته لومړنی پیغمبر دی .هغه یو نجار او ترکاڼ ؤ او یو اولوالعزم پیغمبر  او په پيغمبرانو کې ترټولو لوي عمر لرونکی پیغمبر دی . هغه له حضرت آدمه  وروسته د بشریّت یوډول  اوم نیکه  او دوهم  پلار دی.

 حضرت نوح  خپل قوم د واحد خداي عبادت ته دعوت کړ او د بتانو له عبادته ئې منع کړ او د (طوفان اوقیامت) د لوئې ورځې له عذابه ئې ورته خبرداری ورکړ. د هغه د قوم  شتمن او دولمتند کسانو چې ځان منامه او شیطاني روح لرونکي وو،نوح ته ئې دګمراهۍ او ذلالت نسبت ورکاوه ،خو هغه بزرګوار په ادب او صبر او نرمښت سره  فرمائيل؛ زه له ګمراهۍ سره څه کار لرم؟ بلکې زه خو د دنړیوالو  دپروردګار له خوا یو رالیږلی نماینده یم  چې الهي پیغامونه تاسو ته ورسوم. (اعراف: 61 و 62).

دحضرت نوح قوم هم پر شیطاني روح لرونکو شتمنو سربیره یعنی کبرجن او ځان برلاسه ګڼونکي وو. دوي حضرت نوح دروغجن او لیوانی باله. او دهغه پيروکار ئې یو موټی لیوني او کوڅه ډب بلل . حضرت نوح (ع) د خلکو ددروغجن بللو او سپکاویو په وړاندې  مامور کیږي چې یوه کشتۍ جوړه کړي او د هغې په وسیله د خپل قوم مومنان او حیوانات د طوفان له څپانده څپو وژغوري.

اوس دا پوښټه راپورته کیږي چې  دحضرت نوح (ع) د قوم جغرافیائي موقعیّت په کوم ځای کې واقع ؤ او دغو خلکو چرته ژوند کاوه؟پر دې سربیره حضرت نوح علیه السلام  کشتۍ په کوم ټاټوبي کې جوړه کړه .؟ وئيل کیږي چې د کوفې جومات د حضرت نوح کور او د عبادت او لمونځونو ځای دی. هغه په کوفې ښار کې په همدې ځاي کې  چې نن سبا دکوفې لوي جومات پکې دی ، لویه کشتۍ هم جوړه کړې وه.

دکوفې جومات دمسلمانانو په څلورو مهموجوماتونو کې یو جومات دی او دعراق په کوفې ښار کې جوړ شوی دی . دغه  جومات دنحجف اشرف ښار دشمال په دولس کلومیټرۍ کې واقع دی . مسلمانان اعتقاد لري ، چې دغه جومات په پیل کې حضرت ادم جوړ کړیدی . دکوفې جومات ډير زیات او بې شمیره فضیلتونه لري په هغو کې یو دا چې حضرت علی علیه السلام فرمائيلي دي ؛په دنیا کې د جنت له ماڼیو څخه څلور ماڼۍ په دنیا کې دي ،یعني مسجد الحرام ، مسجد الاقصی بیت المقدس ، مسجد البنی او مسجد کوفه.

captcha