IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/۲۸

په قرآن کې د حضرت موسی(ع)په کیسې کې منع کول یا خبرداری او تبشیر

16:06 - September 11, 2023
د خبر لمبر: 3487938
ایکنا-(تهران) حضرت موسی ووئيل؛واي پرتاسو!پر خداي دروغ مه تړئ،چې تاسو به په یو لوي عذاب سره نابود کړي! او هر هغه څوک چې (پر خداي ) دروغ وتړي،ناامید او ماته خوړونکی به وي::

د انذار مقصد له سپيرو اوبدو کارونو او ګناهانو له رامخکې کیدا ویرول دي. او د تبشیر معنا هم  دالهی رحمت او فضل د ښه خبر رسول دي.

ځيری او خبرداری ،د روزنیزو انګیزو د پام وړ برخه جوړوي. انسان باید  د ښه کار دترسره کولو په وړاندې وهڅول شي او د بدوکارونو په خاطر سزا شي څو د لومړۍ لارې د کچ کولو او په دوهمې لارې کې د ګام نه کیښودلو لپاره تیارشي.یوازې هڅول  د یوه انسان یا ټولنې د اخلاقي بشپړتیا لپاره کافی نه دي ،ځکه انسان   په داسې بڼه کې ډاډمن دی چې دګناه ترسره کول دهغه لپاره کومه خطره نه لري، له یوه پلوه یوازې منع کول یا خبرداری  هم د انسان داخلاقي تربیّت لپاره اغیزشیندونکی نه دی،ځکه ممکنه ده د ناامیدئ روحیه رامینځةکړي.

 قرآني تعلیمات  له دغو روزنیزو رودو څخه استفاده کړې ده او پيغمبرانو دتاریخ په اوږدو کې  د انسانانو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړې ده. خداي تعالی  په ډيرو آیتونو کې له دغو تربیتی رودو څخه  استفاده کړې ده.تربیت کیدونکي سره د ځیري او خبرداری په حالت کې مرسته کیږي څو په چلند کې له هرډول زیاتي اوکم کارۍ څخه خوندي پاتې شي.

دحضرت موسی ځيری؛

د بنی اسرائیلو قوم  له هغو دباؤنو څخه چې د فرعون له خوا پر دوي وارد شوي وو،ستړی شوی ؤ.د بنی اسرائيلو مقصد دا ؤ چې خپل شکایت  حضرت موسی(ع)ته وړاندې کړي اوووائي مونږ  هغه که د تا له راتلو مخکې وي او  که د تا له راتلو وروسته   هغه عذاب اوشکنجه چې  دفرعونیانو له خوا مولیدلي تر اوسه پورې ئې وینو، او  هغه ژمنه چې خداي تعالی راکړې وه ،چې  دتا  په لاس به د فرعون  له شره نجات مومو،څه شوه .؟. په حقیقت کې بنی اسراییلو توقع درلوده  ټول کارونه په یو ځای حل شي او دوي  پکې وژغورل شي . حضرت موسی (ع)  د دوي په ځواب کې د دوي د امیدوار کولو او خوشالولو لپاره وفرمائيل؛امید دا دی چې خدای د تاسو دښمن نابودوي او تاسو د هغه جانشین کوي.(اعراف-۱۲۹).

د حضرت موسی  خبرداری؛

 دې ځل دحضرت موسی په کیسې کې هغه پخپله  خپل قوم ته خبرداری ورکوي او هغوی  دخپلو ځيږو عملونو له نتیجو خبروي؛ قَالَ لَهُمْ مُوسَى ويْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ  وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَى ؛ موسی دوي ته ووئيل؛ واي وي پر تاسو ٬ پر خدای دروغ مه تړئ، چې تاسو به یوه لوی عذاب سره نابود کړي اوهر څوک چې (پرخدای) دروغ وتړي ،ناامید اوناکام کیږي(طه :۶۱) 

پر خداي د دروغو له ترړل کیدا  څخه د حضرت موسی علیه السلام  مقصد  دا دی چې ځيني شیان له هغه سره شریکوي او فرعون خپل معبود ګڼي . حضرت موسی   هغوي ته خبرداری ورکوي اومنع کوي ئې  او ورته وائي چې  دخدای په شان کې شرک مه کوئ څو خداي  تاسو ددغه شرک  په جرم کې هلاک نه کړي.

captcha