IQNA

د اسلامی نړۍمشهور عالمان/1

د محمد صادق عرجون په آثارو کې د اسلامي هوساینه او ګډ ژوند

14:03 - November 07, 2022
د خبر لمبر: 3486422
 ایکنا-(تهران) ؛محمد صادق ابراهیم عرجون د الازهر د تیرو وختونو یو عالم ؤ چې دخپلو غوره آثارو ترڅنګ ئې په مختلفو پړاؤنو کې  د مختلفو اسلامی علومو،ګډ ژوند او اسلامی هوساینو په زمینو کې د ؛ اسلام د ګډ ژوند په باب تاریخ تعقیب کړی او په تالیفاتو کې راوستی دی.

ایکنا راپور راکړ،د الازهر یوعالم محمد صادق ابراهیم عرجون په ۱۹۰۳کال کې د مصر د؛اسوان؛ولایت په ادفو ښار کې زیږیدلی او په ۱۹۲۹کال کې فارغ التحصیل شو.

شیخ صادق عرجون بلاخره په ۱۹۸۱کال ې د اسلام او قرآن د نامې په لوړاوي کې له کلونوکلونو هلوځلو وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه له الازهر سره د اړونده مرکزونو  مدرس ؤ او د سکندریه د ؛اسیوط ؛دیني مرکز او د ؛دسوق ؛دینی مرکز شیخ او  ددغه مرکز ریئس العلماء شو، وروسته  په ۱۹۶۴کال کې د مصر د اصول دین او عربی ژبې د پوهنځي مشر شو او  د کار لپاره  کویت،سوډان،لیبیا،مدینې او په مکې مکرمې کې؛ام القری؛پوهنځي ته لاړ او په دغوټولو سفرونو کې ئې ځینی کتابونه هم ولیکل چې هغه ئې د سترو عالمانو اوموخانو په لیکه کې راوست

د پیغمبر اکرم(ص) په باب د یوه کتاب تالیف

 دغه اثر،د نیوي سیرت په باب یو ترټولو ښه اوسمهاله  کتاب دی چې شیخ عرجون پکې خپلې علمي وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي او په مفصل ډول ئې د پیغمبر اکرم(ص) د سیرت بیان کړی دی.

د مصردغه لیکوال او متفکر همداراز پخپل کتاب کې دهغو متفکرانو او کسانو د تیروتنو په بیانولو سره چې د پیغمبر اکرم(ص) په سیرت کې ئې شکونه وارد کړي دی،ورباندې نیوکې او کرکتنې کړي او  ځينو روایتونو او مطلبونه ئې هم چې د هغه د کړنو مخالف دي کرکتنه کوي.

د؛ اسلام د ګډ ژوند په باب دانشنامه؛ نومې کتاب په دوو ټوکو کې چې په هغه کې ئې په مختلفو پړاؤنو کې په سرچینو او د دهغو اوږد تاریخ سره اسلامی هوساینه ااو ګډ ژوند تعقیب کړی دی،د هغه  له نورو آثارو دي  او دغه مصر خدای بخښلی عالم او لیکوال،د ؛قرآن عظیم او د هغه هدایت او معجزې ؛نومې کتاب کې لارښونه او معجزې د قرآن دوه رازونه ګڼي چې د هغو په وسیله ، قرآن په یوه داسې حاضر پیغام راوړونکي بدل شوی چې د پیغام راوړنې او رسالت پر پاي ټينګار کوي او په عین حال کې د اسلامی امت اړتیا ته ځواب ورکوي.

captcha