IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/10

په بالکان کې د قرآن د ژباړې تاریخچه

15:07 - December 12, 2022
د خبر لمبر: 3486585
ایکنا-(تهران)په عربی ژبه د قرآن لوستل د غیر عربو هیوادونو دډيرو مسلمانانو لپاره یو ستر مشکل دی ،ژباړن هڅه کوي ،د دوي لپاره په مختلفو ژبو د قرآن په ترجمه کولوسره د دوي لپاره قرائت او پوهیدا آسیانه کړي،البته په شلمې او دیرشمې  لسو د مسلمانو عالمانو له خواد قرآن د ترجمې د لوستلو بایکاټول په دغې لارې کې یو جدی چیلنج ؤ.

د عثماني اسلام د سنتونو وارثان د بالکان مسلمانان(بالکان معمولا د آلبانیا،بوسني هرزیګوینیا،بلغاریه،کرویشیا،کوزو،مونټه نګرو،شمالی مقدونیه، رومانیا،صربیااو سلواني هیوادونه دي) د قران دترجمې په حرام شونې کې شامل وو. دغه بندیز له هغه ځایه شروع شو چې د آلبانیه عمومی مفتي په ۱۹۲۴کال کې د مسلمانانو له خوا د قرآن د ترجمې  دلوستلو  د بایکاټ فتوا صادره کړې وه  او دغه ټول په داسې شرائطو کې وو چې  زیاتره آلبانیائي مسلمانان په عربی  ژبه د قرآن په درک کولو نه پوهیدل او  په هغه وخت کې ئې د ساډوبۍ  فضا  په دلیل د قرآن د ترجمې کولو په باب د فکر اوتفکر جراءت  هم نه درلود.

په عین حال کې،سوکه سوکه د قرآن کریم د ترجمې دحرام کیدا په باب سخت دریځونه څنګةشول او په سارایوو کې په ۱۹۳۷کال کې د محمد بانګا او جمال الدین چاوچویچ  په نامه د دوو مسلمانو عالمانو په وسیله د قرآن کریم لومړنۍ ترجمه خپرهع شوه او له دې وروسته له عربی  دقرآن ترجمه له عالمانو نوي نسل لاس ته ورسیده چې څه دپاسه لس ځله ترجمه شوی دی. د آلبانیائي مسلماانانو په باب هم همدغه شان وه، د ایلومیټک چافززي  په نامې سره  یوه ملی پال فعال قرآن کریم   له انګزیزي ژبې  ترجمه کړ او د هغه لومړنۍ برخه ئې  هم  په ۱۹۲۱کال کې خپره کړه. هغه  خپله موخه د خپلو مسیحي وروڼو سره د مسلمانو البانیاوالو نزدیکول عنوان کړل. هغه په دغه کار سره غوښتل قرآن کریم په آلبانئي ژبې سره د مسیحیانو په لاس رسي کې شي.

چاقرزي هم د میچولوبیبراتیچ په څير هڅه وکړه، پخپلې ژباړې کې  صادق او وفاداره ووسي.په آلبانیائي ژبه د چافرزي  ژباړه ، په آلبانیه کې د دیني عالمانو لپاره ناببره او حیرانونکي چاره وه.

د شلمې پیړۍ د شلمې او دیرشمې لسیزو په پاي کې د قران د تفسیري ترجمو په پرله پسې دوام درلود،تردې چې کمونیسټ ګوند په ۱۹۴۴کال کې قدرت ته ورسید او تر ۱۹۹۱کال پورې ئې د قرآڼ د ترجمې  خنډ شو.

په بالکان سیمې کې په غیر عربی ژبو د قرآن د ترجمې کولو د بایکاټ په ماتولو او دد قرآن  د معنا له ترجمې سره د ژباړنو او ادیبانو په  ګروهنې او هرکلي سره، په یوې بلې پسې ډيرې ژباړې وړاندې شوی او دق رآن دترټولو ښې ژباړې دوړاندې کولولپاره  ډيرې سیالۍ وشوې. هغه څه چې په بالکان  سیمې کې ئې   د مسلمانو اکثریّت لرونکو  دوو قومونو(یوسنیاوالو او آلبانیاوالو) کې د ترجمې موضوع راپورته کړه ،د قرآن کریم په ملی پالو انګیزو سره  دغیر مسلمانو ترجمه وه چې آئيډیالوجیک او نیشنلیسټ پيغامونه ئې درلودل او په بالکان سیمې کې د تشیکلاتو یا د قوي هویّتونو په یوې برخې  د مسلمانانو دبدلولو په موخې ترسره کیدې.

همدلته ده چې پوهه شو ، د قرآن کریم  په صربي ژبه ترجمه چې د میچولوبیبراتیچ(1889-1829) بشپړ شوه ااو دهغه له مړینې وروسته په بلګراد کې په ۱۸۹۵  کال کې خپره شوه،، په بوسنیا کې  دمسلمانانو د جذبیدا په موخې سره  یا د هغه په قول محمدیان دصرب قوم یو مشر ؤ، څو د صربستان د قومي هیواد په جرګې شامل شي.

captcha